کشمير كښې د هند غېر قانوني كاروائۍ د خطر ناك سوچ عكاسي كوي۔ پاكستان

image

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان ملګرو ملتونو ته وئيلي دي د هند د خپلو ګاٶنډيانو په ضد د جارحېت تاريخ او د شخړو هواري لپاره د خبرو اترو څخه سرغړونه د نړيوال امن او سلامتيا لپاره واضح خطر دے۔ د ملګرو ملتونو په پېنل كښې د پاكستان استازي جهانزيب خان د پاکستان په ضد د هندي تورونو په ځواب كښې ووئيل د هند په جمو و كشمير كښې غېر قانوني اقداماتو څخه سيمه ايزې سلامتيا ته رامخې ته شوې خطرې اوس نورې زياتې شوي۔ ده نړۍ د وسلې نه پاكولو او د نړيوالې سلامتيا د چارو د عمومي اسمبلۍ كمېټۍ غونډې ته ووئيل د هند سينئر سياسي او پوځي قيادت په ښكاره د پاكستان په ضد د غېر ذمه واره بيان بازۍ لاره خپله كرې كومه چې د هند په سيمه كښې د يو طاقت په توګھ د خطرناك ذهينيت عكاسي كوي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں