علماﺀ کرام دې ماشومانو له د پېو وركولو ، د مور او ماشوم غذائي حاجتونو او نورو اړوندو چارو په اړه خبرتيا پيدا كولو له خپل كردار ترسره كړي، د صدر ډاکټر عارف علوی

image
APP03-161120 LAHORE: November 16 – President Dr. Arif Alvi presiding a briefing on Population Welfare at Governor House. APP

لاهور 16نومبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي علماﺀ کرام دې ماشومانو له د پيو وركولو ، د مور بچي غذائي حاجتونو او نورو اړوندو چارو په اړه خبرتيا پيدا كولو له خپل كردار ترسره كړي، آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو لپاره به ټول اړخونه تر نظره ساتل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د بهبودِ آبادۍ په اړه غونډې ته وينا كښې وكړه۔ صدر ووئيل علماﺀ کرام دې ماشومانو له د پيو وركولو ، د مور بچي غذائې حاجتونو او نورو اړوندو چارو په اړه خبرتيا پيدا كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د آبادۍ زياتيدونكې شرح نمو قابو کولو لپاره میډیا په زړه پورې كردار ترسره كولے شي۔ده ووئېل مطلوبه اهداف سر كولو له ضروریات او وسائل په ګوته كولو ته اړتيا ده۔ آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو له به ټول اړخونه ترنظره ساتل وي۔ ده ووئيل د کوویډ- 19 په مهال ميډيا د کورونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره احتیاطی تدابیر خپلولو په اړه كېډيا وګړو كښې خبرتيا راپيدا كړې۔ په غونډه كښې د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور ، د پنجاب وزیر اعلیٰ سردار عثمان بزدار ، د وزیر اعظم خاص مرستيال ډاكټر فیصل سلطان ګډون كولو۔ په غونډه كښې د پنجاب د ِ بهبودِ آبادی وزیرمحمد هاشم ډوګر ، د روغتيا وزیرې ډاكټر یاسمین راشد هم ګډون وكړو۔ صدر له د ابادۍ خېر ښیګرې او په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په اړه بریفنګ هم وركړے شو۔په غونډه كښې په زياتيدونكې آبادۍ قابو موندلو له د مختلفو تجاویزو جاج واخستلے شو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں