اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د قومي اقتصادي كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ ﴿اېكنك﴾ د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو منظوري وركړې۔ د اېكنك غونډه ?? نهې په ورځ د وزيراعظم شا??د خاقان عباسي په مشره كښې وشوه۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې اېكنك په سكھر كښې د الېكټرك پاور كمپنۍ ﴿سېپكو﴾ لخوا د نوي 132 كے وي ګرېډ سټېشن او د ټرانسميشن لپاره پروژو جوړولو٬ د سېپكو د برېښنا د وېشلو د پروژې او د توان د زيان كم??لو د پروژې منظوري هم وركړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د روغتيا د قومي پروګرام د نظرثاني م??ظوري هم وركړې شوې۔ اېكنك د چترال٬ ګرم چشمه٬ دوراها سړك جوړولو٬ د بنو د زوړ سړك د دوه مخې ك??لو او د ښه ك??لو د پروژې٬ د پنډي ګھېب كوهاټ روډ د دوه مخې ك??لو او د ښه ك??لو د پروژې هم منظوري وركړې شوه۔ اېكنك د لاهور- سيالكوټ موټروے سېكشن د جوړ??لو د فنانسنګ په طريقو كښې د بدلون منظوري وركړه۔ د دې نه علاوه د باران بند د پروژې د پراختيا منظوري هم وركړې شوه۔ په غونډه كښې وزيرانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو