اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان او تركمانستان د پراخا دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ګنجائش لري۔ دواړو هېوادونو له به د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او نورو څانګو كښې د زياتو رابطو هدف ټاكل وي۔ ده دا خبره پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطاﺀ جان نورلوچ مولا سره خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ وزيراعظم سره د ده دفتر كښې ملاقات وكړو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او تركمانستان يو بل سره غوره اړيكې لري ك??مې چې په شريك باور اډانه دي۔ بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اشتراك كار پرله پسې زياتېږي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه ترکمانستان۔افغانستان۔پاکستان۔ هند (تاپی) ګاز پائپ لائن منصوبه كښې شريك دي ك??مه چې د پاكستان ت??ان حاجتونو ترسره كولو صلاحيت لري۔ وزیراعظم د تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې زر تر زره فعاليت له د پاكستان د لوظ پخلې وكړو۔ ده ددې خبرې هم ستائ??ه وكړه چې دواړه هېوادونه تجارت ٬ سفري آسانۍ ٬ سېلګري او په اولسي كچه رابطو ته وده وركولو له فضائي او زمكيزې رابطې زياتولو سره سره مواصلاتي رابطو لپاره ګامونه پورته كولو ت?? خاص پام لرنه كوي