اسلام آباد ۔ 8 نومبر(اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د علامه محمد اقبال د خودۍ درس په ا??تم??عي توګه د خپلولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلې دي د خودۍ حفاظت د سياسي استحكام او په معاشي توګه په خپلو پښو اودرېدو نه غېر نشي كېدې۔ د اقبال فكر خپلول دا غوښتنه لري چې ټول پاكستتاني مستحكم او خپلواكه پاكستان لپاره يوه خله او د فساد او اړي ګړي په ضد يو موټي وي۔ ده دا خبره د اقبال ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه كومه چې (نن) د زيارت په ورځ لما??ځل?? شي۔ وزیراعظم ووئيل علامه محمد اقبال زمونږ د فكري روايت تر ټولو روښانه حواله ده۔ ده د نېمې وچې مسلمانانو ته په يو ??اسې دور كښې منزل ورپه ګوته كړو كله چې د دوئي تهذيبي وجود يو ??مېر خطرو سره مخ و۔ د علامه اقبال فكر د مايوسۍ په چاپېرچل كښې د اميد هغه ډيوه بله كړه چا چې نه يوازې منزل بلكې منزل ته رسېدونكې لاره هم وښودله۔ وزیراعظم ووئيل علامه اقبال د يو ??زاد او خپلواكه رياست تصور وړاندې كولو سره سره دې پلو هم اشاره كړې چې نوې اسلامي رياست كومو كومو چېلنجونو سره مخ كېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ د يو ??اسې جمهوري پاكستان لپاره هڅې كوي په كوم كښې چې د اولس د بصيرت څخه ګټه پورته كولو او د دوئي د رائې احترام كولو سره د دوئي د مسئلو حل ولټولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د تېرو څلورو كلونو راهسې د مسلم ليګ (ن) حكومت پاكستان د نوي دور يو ??اسې پرمختګ كړې رياست جوړولو له هڅې كوي كوم چې يو ??وا د اسلامي كلتور ساتونكي وي او بلخوا نړيوال اخلاقي اقدار لري كوم كښې چې د هر رنګ ٬ نسل او مذه?? خلكو ته يو ډول حقونه ترلاسه وي۔ده ووئېل هېواد كښې دې امن وي او د پرمختګ يو ډول موقعو ټولو ته دې وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل اقبال د داسې مستحكم رياست خوب ليدلې و۔ ده ووئېل حكومت هېواد كښې امن په ځائې كولو له د ترهګرۍ په ضد پرېكنده جنګ كړې۔ پرمختګ لپاره ئې د هېواد معيشت مستحكم كړے٬ روزګار پېدا كولو له ئې انفراسټركچر مضبوط كړے۔ ده ووئيل نن حاجت دې خبرې ته دے چې مونږ په ا??تم??عي كچه هغه خودي ژوندۍ كړو د كومې درسي چې علامه اقبال وركړے دے ۔