اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې د نواز شر??ف په مشرې كښې به د هېواد د پرمختګ او خوشحالې سفر د كال 2018م نه پس هم روان وي٬ د څلورو كلونو د پرمختيائي كارونو په تېر وخت كښې هېڅ مثال نشته٬ نواز شر??ف پاكستان ته پرمختللې هېواد جوړولو لپاره قوي بنياد وركړے۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د محمد نواز شر??ف د و??ن له مخې به سي پېك پروژه نه يوازې د پاكستان معيشت قوي كړي بلكې دې سره به په ټول پاكستان كښې د پرمختګ او خوشحالې نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل چې څومره د نواز شر??ف او د هغې د كورنې په ضد سازشونه او د مفاد پرستو اتحادونه زياتې??ي٬ دومره دوي په اولس كښې قوي كېږي۔ ده ووئيل چې اولس شعور لري او د مفاد پرستو د كردار نه واقف دے او اولس به د دوي په خبرو كښ?? نه راځي۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت به خپله موده پوره كوي او هم په دې كښې د پاكستان او جمهوريت بريا ده۔