اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی ??ی) د شپږو هېوادونو د سپيكرانو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره راغلي د اېران سپيكر علي لاريجاني د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ملاقات وكړو۔ په دې مو??ع د اېران د پارلماني پلاوي نور غړي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د منطقې په ستونزو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د قومي اسمبلې سپيكر د سپيكرانو په كنفرنس كښې په ګډون كولو د اېراني سپيكر مننه وكړه۔ اېراني سپيكر د كنفرنس د انتظاماتو ستائنه وكړه او د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق ته ئې رات??ون??ې كال په تهران كښې د او آئي سي د غړو هېوادونو په پارلماني يونين كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔