اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د افغانستان د لارې د تركمانستان څ??ه تر پاكستان او هند ګاز پائپ لائن د تركمانستان په حدود كښې تعمير بشپړ شوې٬د بنياد تېګه به (نن) د جمعې په ورځ سرحدي ښار سرحت آباد كېښودلې شي۔د بنياد تېګې اېښودلو دستورې نه پس به د غړو هېوادونو پاكستان٬هند٬افغانستان او تركمانستان رهبر كمېټۍ غونډه به ماري سټي كښې كېږي۔ د انټرسټېټ ګاز سسټم پرائيوېټ لمېټډ منيجنګ ډائرېكټر مبين صولت څوك چې د تاپي منصوبې ترمخه دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه غونډو كښې ګډون له تركمانستا?? كښې دے٬اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وو??يل چې د دې پروژې په اړه دا يو تاريخي او مثبت پړاو دے د كومې به چې ښه نتيجې ترلاسه شي۔ ده وو??يل كمپنۍ د مارچ 2017 راهيسې د فرنټ اينډ انجينئرنګ ډيزائن هلې ځلې پېل كړي دي او تراوسه په تاپي پروژه عملدرآمد په لړ كښې ګڼ اقدامات شوي۔ ده وو??يل دې پروژې سره به پاكستان ته ارزان اندهن او توان وركول باوري كړې شي چې ورسره به د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لا تند شي۔ د منصوبې ترمخه 56 انچ قطر 1680 كلوميټر اوږد پائپ لائن به غزولې شي۔ د دې پائپ لائن د لارې به د تركمانستان څ??ه د ورځې 3.2 ارب كيوبك فټ ګاز وركولې شي۔ منصوبه به تر 2020 بشپړ شي۔ د پروژې لپاره آسيائي پرمختيائي بانك مالي مرسته كوي۔ د پروژې څخه به پاكستان او هن?? ته 1.325 ارب كيوبك فټ٬افغانستان له 0.51 ارب كيوبك فټ ګاز وركړې شي