اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په پخواني سناتور داؤد خان اچكزي د ډزو د پېښې سخته غندنه كړې او هدايت ئې كړے چې د پېښې ذمه وار دې زر د قانون منګولو ته وسپارل شي۔ د سېنېټ چيئرمېن پخواني سناتور داؤد خان اچكزي سره په ټېليفون خبرې وكړې او د هغه پوښتنه ئې وكړه او د هغه زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔ د ګل په ورځ جاري شو?? بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې ترهګر او د امن ??ښم?? قوتونه به په خپلو ??اوړو مقاصدو كښې كامياب نه شي او جمهوري عمل به كله هم خرابېدو ته پرې ن?? ښودل شي۔ د سېنېټ چيئرمېن داؤد خان اچكزي ته د غوره طبي اسانيو وركولو ??دايت هم وكړو