اسلام آب??د 27 جولائی (اے پی پی) پاكستان كښې د سعودي سفير عبدالله الزاهراني د ج??عې په ورځ بني ګاله كښې د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان سره ملاقات كړې۔هغه په ټول ټاكنو ګټلو د سعودي فرمانروا لخوا مباركي او مباركۍ پیغام ورسولو او پاكستان كښې انتخابي عمل بشپړیدو باندې د اطمينان څرګندونه وكړه۔د پاكستان تحريك انصاف مركزي مېډيا ډيپارټمنټ څخه جاري شوي بيان له مخې د سعودي سفير وئېلي د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن خطاب مثبت او جامع وو۔د تحريك انصاف چيئرمېن لخوا د سعودي عرب په اړه چې د كومو خيالاتو او جذباتو څرګندونه وكړه هغې ته د قدر په نظر ګورو۔سعودي سفير ووئيل په پاكستان كښې د اقتدار منتقلۍ عمل بشپړیدو سره به د سعودي ولي عهد د پاكستان د??ره كوي۔ بيان كښې وئېلې شوي د سعودي ولي عهد د دې دورې سره به پاكستان اړيكې يو نوې دور له بنياد شي۔سعودي حكومت د تل پشان به په هر سخت وخت كښې پاكستان سره ولاړ وي٬راتلونكې حكومت سره د بشپړه او متحرك سفارتي اړيكو خواهش لرو۔په د?? موقع د تحريك انصاف چيئرمېن لخوا د سعودي سفير هركلے وكړو۔ده د سعودي حكومت په خاص توګه د فرمانروا لخوا مباركۍ بېغام او نيلو هيلو مننه وكره۔عمران خان ووئيل سعودي عرب ??و اسلامي هېوادونه د پاكستان باوري دوستان د??۔د تحريك انصاف حكومت به د پاك سعودي سره اړيكو ته يو نوې ولوله وركوي۔ده ووئيل سعودي ته زمونږ خارجه پالېسۍ كښې يو خاص مقام ترلاسه دې۔د ملاقات په اختتام د تحريك انصاف چيئرمېن د سعودي سفير په خوشحالۍ سره رخصت كړو