د وزيراعظم لخوا پېښ?? كښې د ككړو په ضد د سختې كاروائۍ باوري كولو هدايت
اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ??ه څخه ئې چېلاس كښې د انجونو سكول سوزېدو پېښې تفصيلات معلوم كړل۔ د وزیراعظم سېکرټېرېټ لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخ?? اعلی وزير وزيراعظم چيلاس كښې د انجونو سكول سوزولو پېښې پلټنيو كښې د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ اعلی وزير ووئيل پېښ?? كښې د ككړو كسانو زر تر زره په ګوته كولو او ?? دوئي قانون سره مخ كولو له كوټلې هڅې كولې شي۔ وزیر اعظم د پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل انجونې د زده كړې اسانيو څخه محرومه ساتل او ?? سكولونو سوزولې هڅې په هېڅ ډول د قبلولو نه دي۔ ده ووئيل دې پېښ?? كښې د ككړو په ضد دې د قانون ترمخه سخته كارروائي باوري كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د پېښې پلټنيو كښی د روان پېش رفت څخه دې هغه پرله پسې خبر وساتلې شي۔