پېنډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان به د چا په جنګ كښې برخه نه اخلي٬ زمونږ پاليسۍ د قام بهترۍ لپاره دي٬ نن هېواد د مسئلو سره مخ دے خو د عظيم هېواد جورولو لپاره عزم لرو٬ چې كوم قام يو موټې وي نو اعلٰې مقام ترلاسه كوي٬ تر منزله رسېدو به هر وګړي له د خپلو ذمه واريو احساس كول وي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې 6م ستمبر د دفاع او شهيدانو ورځې په لړ كښې د پوځ په مركزي ??فتر كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئېل زه د شهيدانو قربانيو ته سلام كوم او ما ته نن هم د 65 19د جنګ د ډزو غږونه ياد دي۔ ده ??وئيل د 65 19په جنګ كښې د قام جذبه د ليدلو وه٬ وزيراعظم ووئيل زه د ترهګرۍ په ضد د جنګ خلا ووم د كوم بل چا په جنګ كښې دښمن زمونږ ګټه پورته كړه۔ ده ??وئېل زه تاسو ټولو سره لوظ كوم چې پاكستان به كله هم د بل په جنګ كښې برخه نه اخلي او زمونږ خارجه پاليسۍ به هم د قام بهترۍ لپاره وي۔ ده ??وئيل پاك پوځ د خوږ هېواد پېشه وره او د احترام وړ اداره ده ?? ده ??وئېل په سياسي لاس وهنه ادارې تباه كېږي ٬ مونږ له خپلې ادارې قوي كول پكار دي۔ ده ??وئيل پاك پوځ يوازنۍ اداره ده چرته چې مېرټ باوري كړې شوې او پوځ كښې سياسي لاس وهنه نشته۔ ده ??وئيل لوي څښتن زمونږ هېواد ته سره زر٬ سپين زر٬ تانبا٬ ګاز ٬ برېښنا اور نور معدنيات وربخښلي او هېڅ ډول كمې نشت?? خو ادارې قوي كول دي۔ ده ??وېيل پاكستان يوازنې هلېواد دے كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل حضورۖ د نړۍ تر ټولو عظيم لارښود ؤ او قرآن پاك د سيرت النبيۖ نه د زده ??ړې امر كوې۔ ده ??وئيل نبي كريم ۖ د مدينې په رياست كښې د مېرټ نظام معرفي كړې ٶ او مونږ له به د مدينې رياست د غوره اصولو له مخې مخ په وړاندې تلل وي۔ وزېراعطم د ترهګرۍ په ضد د وسله والو ځواكونو ٬د ستخباراتي ادارو٬ قانون نافذ كوٶنكو ادار?? او د قام قربانيو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔په دې موقع وفاقي وزيران ٬ چوهدري فواد حسېن٬ پروېز خټك٬ شاه محمود قرېشي٬ شېخ رشيد احمد٬ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ٬ د سول او پوځي چارواكو سره سره پارلماني غړ?? او د شهيدانو كورنيو په ګن شمېر دستوره كښې ګډون كولو۔