اسلام آباد ۔ 19ستمبر (اے پی پی) د تعليم او تربيې وفاقي وزير شفقت محمود سره د بې??اروس سفير اېنډرے اېرمولووچ ليدلي۔ په دې موقع د تعليم وفاقي سېكتر ارشد مرزا هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل تعلیم زمونږ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ٬بېلاروس سره د تعليم په څا??ګه كښې مرستې ته به لا وده وركول وي ۔ ده ووئيل بې??اروس سره چې كومې لوظنامې او پروټوكول شوي په ھغې به د عملدرآمد كار ګړندې كوٶ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د تعليم كمېټي به لا فعاله كولې شي۔ د بې??اروس سفیر ووئيل بې??اروس به پاکستان كښې د تعليم ودې لپاره خپل بشپړه كردار لوبوي۔ په دې موقع سفير وفاقي وزير ته په ذمه واريو ترلاسه كولو مبارك?? هم وركړه۔