نیویارک ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشمير مسئلې لامله د منطقې امن سخت خطر سره مخ دے او ??ر كومې چې دا مسئله د ملګرو ملتونو دقرادادونو ترمخه حل كړې شوې نه وي تر هغه وخته په سوئيلي آسيا كښې امن په ځائې كېدې نه شي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73 مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهګرۍ ته وده وركوي او ??ا خبره د اندېښنې وړ ده چې هند دغلته دا مهال په انسانيت زور ظلم او ??يات كوي او ?? بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په سوئيلي آسيا كښې امن د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ??ړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل سره تړلې دې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل هند دې مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهګري او په كنټرول لائن د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزي بند كړي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان هند سره خپلې ټولې روانې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي ولې هند په درېم ځل دا موقع ضائع كړه۔ شاه محمود قرېشي خبردارې وركړو چې كه هند د پاكستان په ضد د كوم هم مهم جوئۍ هڅه وكړه نو سخت رد عمل سره به مخ شي۔ د پاكستان خارجه وزير عمومي اسمبلۍ ته په اردو ژبه كښې خطاب وكړو۔ ده زياته كړه چې پاكستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د كمېشن راپور خوشبينه ګڼي كوم كښې چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د منځھ وړل په ګوته كړې شوي دي او پاكستان ددې راپور په سفارشاتو د عملدرآمد غوښتنه كوي۔ ده ووئيل هند پاكستان كښې د ترهګرۍ كارروايو كښې ككړ دے او ??لوچستان كښې نيولې شوې هندي جاسوس كلبھوشن جادهو څخه هغه شواهد ترلاسه شوي دي كوم چې دا په ډاګه كوي چې پاكستان كښې د ترهګرۍ كاروايو په شا هم د هند لاس دے