كوئټه 04 اکتوبر (اے پی پی)پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنر دوست وئېلي دي نړيوال طاقتونه د اسلامي هېوادونو كورنيو چارو څخه ګټه پورته كولو سره د غېر مستحكم كولو هڅه كوي٬مونږ له به خپل شريك دښمن پیژندل وي٬پاكستان او ايران له به د شريك دښمن مقابلې له په ګډه كردار ??رس??ه كول وي٬سي پېك پروژه به نه يواځ?? پاكستان ب??كه د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګيم چينجر ثابت شي۔د ايران سفير مهدي هنر دوست په كوئټه كښې د درې ورځنۍ دورې نه پس په كوئټه كښې د ايران قونصل جنرل دفتر كښې پريس كنفرنس په مهال ووئيل پاكستان او ايران پخوا راهسې ښې اړيكې لري او بلوچستان د ايران لپاره زيات اهميت لرونكې صوبه ده خو ځينې عناصر د پولې پورې غاړه بريدونه كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې خرابول غواړي۔ده ووئيل د پاكستان او ايران پشمول د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه د ترهه ګ??ۍ ښكار دي٬ هغه ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد ټولو اسلامي هېوادونو له يو موټې كيدو ته اړټيا ده۔هنر دوست ووئيل ايران به د مذهبونو ترمينځه همغږي پېدا كولو كښې بشپړه كردار ??رس??ه كوي۔هغه ووئيل د امريكې پشمول اروپائي هېوادونه ايران غېر مستحكم كولو له هڅه كوي خو د دې حالاتو باوجود ايران به د چا ??ه فشار كښې رانشي۔ هغه ووئيل سي پېك پروژه به نه يوازې د پاكستان ب??كه د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګيم چينجر ثابت شي