اسلام آباد 10 ا??توبر (اے پي پي) آسيائي پرمختيائي بانك (اے ډي بي) مارشلنګ یا??ډ پېري ، د مغلپور ورکشاپ اپ ګرېډېشن او د رېلوے د ملازمانو د كار استعداد ښه كولو لپاره تكنيكي معاونت كولې شي ۔ دا خبرې د اے ډي بي كنټري ډائرېكټر شيا هان?? يانګ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد سره د پلاوي د شورو په ورځ ملاقات كښې كړې۔ وفاقي وزير د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د رېلوے اپ ګرېډېشن زمونږ وړومبنۍ ترجيح ده٬ پاكستان رېلوے لپاره به په كوټلې تجويزونو كار كولې شي۔ وفاقي وزیر ووئيل د هېواد ګټې ته پاكستان رېلوے پام لرنه كوي۔ شيا هان?? يانګ ووئيل اسيائي پرمختيائي بانك د پاكستان ستراتېژك شراكتدار دے۔ ده و??ضح كړه چې آسيائي پرمختيائي بانك مارشلنګ یا??ډ پېري ، د مغلپور ورکشاپ اپ ګرېډېشن او د رېلوے د ملازمانو د كار استعداد ښه كولو له تكنيكي معاونت كولې شي۔ د ملاقات په مهال چيئرمېن جاوېد انور٬ د رېلوے بورډ سېكتر فرخ تېمور غلزئۍ او ډي جي پلاننګ اېم يوسف هم موجود وٶ۔