اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عم??ان خان د سعودي عرب د دوه ورځنې ??ركاري دورې په دوهم پړاؤ كښې د نهې په ورځ رياض ته ورسېدو۔ په هوائي اډه د رياض والي شاهزاده فېصل بن بندر بن عبدالعزيز او د پاكستان سفير خان هشام بن صادق د وزيراعظم هر كلې وكړو۔ د وزيراعظم هركلي كولو لپاره په د?? موقع د سعودي نور چارواكي او د قونصلېټ افسران هم موجود وو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې وزير اسد عم??٬ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او دوهم وزير/ د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن بارون ??ري?? هم وزيراعظم سره دي۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم خپل پلاوي سره يو ځائ په مدينه منوره كښې تېره شپه په روضه رسول﴿ص﴾ حاضري وكړه٬ د ماسخوتن لمونځ او نوافل ئې ادا كړل۔ ده په د?? موقع د هېواد پرمختګ٬ خوشحالې او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې هم وكړې