د خارجه وزير د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر خاص استازي سره خبرې

image

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي معاشي سوكالۍ او منطقه كښې روابط قوي كولو لپاره يو مستحكم او سوكاله افغانستان ضروري دے۔ وفاقي وزير دا خبرې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر خاص استازي تادامچي تياماموتو سره كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان دورې په اړه په مهمو چارو هم د خيالاتو وشوه۔ خارجه وزير معاشي سوكالۍ او منطقه كښې روابط قوي كولو لپاره يو مستحكم او سوكاله افغانستان ضروري ګرځولو سره ووئيل پاكستان په دې ورستيو كښې د طورخم راهداري پېل كړې كومه چې به 24 ساعته تجارت او تګ راتګ لپاره پرانستې وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د ګودار پورټ د لارې افغانستان سره يو نوې او مهم تجارتي روټ پېل كړې او پاکستان د افغان امن او روغې جوړې د بهير هر ډول ممكنه ملاتړ كوي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ امن عمل د انټرا افغان ډائيلاګ پلو مخ په وړاندې تګ ليدل غواړو

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں