د پخواني ملګري نعيم الحق مرګ يو لوي زيان دے، د هغه وفات سره يوه لويه خلا پېدا شوې. د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پخواني ملګري نعيم الحق مرګ يو لوي زيان دے، د هغه وفات سره يوه لويه خلا پېدا شوې. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د تحريك انصاف په 23 كلنو هڅو كښې نعيم الحق زما ملګرے پاتې شوے، هغه د پي ټي آئي په لس باني خلقو كښې شمېرل كېدو، هغه ګوند سره ډېر مخلص و. وزيراعظم ووئيل چې نعيم الحق په هر سخت وخت ما سره و. نعيم الحق جرات او حوصلې سره د تېرو دوه كلونو په مهال د كېنسر مقابله كړې. هغه تر وروستې سلګۍ د ګوند په معاملو كښې په پوره ډول شامل و او چې تر څو ممكنه وه، د كابينې په غونډو كښې ئې ګډون كړے. وزيراعظم ووئيل چې د نعيم الحق وفات سره يوه لويه خلا پېدا شوې.

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں