اسلام آباد 23 فروری (اے پي پي﴾ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د زائرينو د روغتيا په اړه پاليسي جوړولې شي، د تفتان د لارې راتلونكي زائرين د كرونا وائرس څخه محفوظ كولو لپاره شريكې ډلې تشكيل كړې شوې دي، د سختې په دې وخت كښې چينائي وروڼو سره يو. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان زائرين د كرونا وائرس نه بچ كولو لپاره په رابطه كښې يو. ده د اېران د زيارتونو ايران چارواكو سره خبرې هم كړې دي. ده ووئيل چې د زائرينو د روغتيا په اړه پاليسي جوړولې شي، د تفتان د لارې راتلونكي زائرين د كرونا وائرس څخه محفوظ كولو لپاره شريكې ډلې تشكيل كړې شوې دي. ده ووئيل چې د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا سره ئې هم رابطه كړې، د دې نه علاوه د شعيه علما او د قافلې مشرانو سره هم مشوره كولې شي.