د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 22 فروری (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د افغان امن په پلو تاريخي پرمختګ د وزيراعظم عمران خان د سياسي بصيرت څرګندونه ده، د هغه وژن دے چې د ستونزو حل جنګ نه بلكې د مذاكراتو د لارې ممكن دے، پاكستان چې كوم اخلاص سره د افغانستان د امن په عمل كښې مثبت كردار ترسره كړے، هغه به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د فرورې په 29مه نېټه د لوظنامې لاسليك كېدو ښه خبر دے او مونږ ئې هركلې كوو. هغې ووئيل چې په افغانستان كښې امن، پرمختګ او خوشحالي د افغانانو حق دے. هغې ووئيل چې د امن تړون به ډېر مهم ثابت شي. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د افغان امن په پلو تاريخي پرمختګ د وزيراعظم عمران خان د سياسي بصيرت څرګندونه ده، د هغه وژن دے چې د ستونزو حل جنګ نه بلكې د مذاكراتو د لارې ممكن دے، پاكستان چې كوم اخلاص سره د افغانستان د امن په عمل كښې مثبت كردار ترسره كړے، هغه به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي.

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں