اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په هند كښې د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار ستائلې دے ۔ د اولس مشر ټرمپ بيان په سفارتي توګه ډېر مهم دے۔ دې سره د مودي په كركه او تعصب اډانه بيانيې ماتې خوړلې۔ هېواد كښې په اولني ځل يو ډول نصاب نافذ كوؤ۔ لوبې به د نصاب برخه جوړولې شي۔ مارشل آرټس د وجود مضبوطيا او روغتيا لپاره ضروري دے۔ ځوانان په ذهني توګه بايد مضبوط وي۔ وزیراعظم عمران خان په خپله سپورټس مېن دے۔ لوبو ته وده وركول غواړي۔ وزیراعظم د لوبو په څانګه كښې اصلاحات معارفي كوي۔ د كراټے په ډول لوبو كښې د انجونو شموليت خوشبينه دے۔ پاكستانۍ انجونې په صلاحيت د چا نه وروستو نه دي پاتې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورؤ په ورځ پاكستان سپورټس بورډ اسلام آباد كښې د جاپان کراټے اېسوسی اېشن آف پاکستان ترسېوري لاندې د شپږم جے كے نېشنل کراټے کېمپ په سرخط اېجوکېشن ورکشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ ورکشاپ كښې د سكول كوچنيانو پشمول د کراټے اېسوسی اېشن پاکستان غړو او عهدېدارو ګډون كولو۔ دې ووئيل کراټے يوه داسې لوبه ده كومه چې نظم اوضبط ښائي او لوبغاړي كښې پرله پسې تر آخري وخت د مقابلې كولو صلاحيت راپېدا كوي۔ دې ووئيل د اعصابو جنګ هغه څوك ګټي چې ماشومتوب څخه چا لوبې كړې وي۔ دې ووئيل لوبې د هېواد د ودانۍ 65 فيصده ځوانانو صحتمندانه سرګرمۍ دي او لوبو كښې به مېرمنو لوبغاړو ته يو ډول موقعې وركولې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل هېواد كښی په اولني ځل يو ډول نصاب رامخې ته كوو۔ دې ووئيل په داسې وركشاپ كولو د جاپان سفارتخانې مننه كوؤ۔ دې ووئيل حكومت په اولني ځل د نېشنل ايجوكېشن پالېسۍ ترسېوري لاندې اولني كلاس څخه تر 5 م كلاس لوبې د نصاب برخه جوړوي او صوبائي حكومت دې هم لوبې نصاب كښې شاملې كړي۔ پاكستان كښې د ټېلنټ كوم كمې نشته۔ بس رامخې ته كول غواړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزیراعظم عمران خان بیانیه د امن سره تړلې ده۔ د سباؤن ځوان به د پاكستان مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كړي۔ دې ووئيل امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په هند كښې د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار ستائلې۔ د اولس مشر ټرمپ بيان په سفارتي توګه ډېر مهم دے۔ دې سره د مودي په كركه او تعصب اډانه بيانيې ماتې خوړلې۔ دې ووئيل سكولونو كښې كوچنيانو ته بايد د لوبو خاص تربيه وركړې شي۔ د لوبو په رنګ سياست كښې هم بايد زغم او حوصله ولرلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل پي اېس اېل كښې د کېمرا مینانو انټري په حقله نړيوالو قانونونو ته كتلې شي۔ كه دا اوكتلې شي چې په نړۍ كښې داسې كېږي نو بيا به دا اومنلې شي۔ او كه دا يو ځانله قانون وي نو بيا خو به دا منع كړو او په دې لړ كښې به پي سي بي او آئي سي سي ته هم د ميډيا غږ ورسوؤ۔ سيمينار ته خپل خطاب كښې پاكستان كښې د جاپاني سفارت دوهم هېډ آف مشن شندو يوسوكي ووئيل پاكستان د كراټے لوبه كښې بلها صلاحيت لري۔ پاكستان كښې د كراټے مقبوليت مخ په زياتېدو دے۔ ده ووئيل د كراټے په اولمپکس 2020ء كښې شاملول خوشبينه دي