پاكستان د امن داعي او د دې قدر پېژني

image
APP07-04 ISLAMABAD: March 04 - President Dr. Arif Alvi addressing the International Conference, Global Strategic Threat and Response (GSTAR-2020). APP

اسلام آباد ۔ 4 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان د امن داعي او ددې قدر نه خبر دے۔ امن غواړو ځكه مو د هندي جنګي الوتكې رانسكورولو باوجود پائيلوټ خوشې كړې وو ۔ وزيراعظم عمران خان هند ته د امن پېشكش كولو سره وئيلي وو هند كه يو قدم وړاندې راشي پاكستان به 5 قدمه پورته كړي۔ د جنګونو تاريخ څخه د تباهۍ ٬ لوټ مار او د نورو استحصال نه سوا هېڅ نه ترلاسه كېږي۔ جنګ سره امن او د قومونو ځائې له بيا راتلل ممكن نه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د نړيول ستراتېجيكي خطرو او رد عمل حوالې سره نړيوال كنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په نړيواله منظرنامه كښې پرله پسې بدلونونه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې انسانيت د سختو تجربو څخه سبق ترلاسه كړې نه دې۔ ده ووئيل د جنګونو تاريخ څخه د تباهۍ ٬ لوټ مار او د نورو استحصال نه سوا هېڅ نه ترلاسه كېږي۔ جنګ سره امن او د قومونو ځائې له بيا راتلل ممكن نه دي۔ده ووئيل دا هم حقيقت دې چې موجوده دور كښې د بې وزلۍ شرح كمه شوې ولې د انسانانو ترمينځھ فرق زيات شوې دې۔ ده ووئيل د زمكې وسائل محدود دي او ددې د لوټ كولو په ځائې بايد ددې ساتنې او د انسانيت خېر ښېګړې له كارولو پلو پام وكړې شي۔ ده ووئيل ټېكنالوجۍ كښې جدت رامخې ته كېږي ٬ د 1950ء په لسيزه كښې د جوهري وسلو ترلاسه كولو لړۍ پېل شوه كومه چې پریسجن ګائیډډ توغندو څخه تر هائی پرسونک توغندو ورسېده۔ دا صورتحال نظر كښې نيولو سره دا وئيلې كېدې شي چې معمولي غلطي هم د جنګ سبب جوړېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان د امن داعي او ددې قدر نه خبر دے۔ امن غواړو ځكه مو د هندي جنګي الوتكې رانسكورولو باوجود پائيلوټ خوشې كړې وو ۔ وزيراعظم عمران خان هند ته د امن پېشكش كولو سره وئيلي وو هند كه يو قدم وړاندې راشي پاكستان به 5 قدمه پورته كړي۔ ده ووئيل فلاسفرز مونږ ته پرله پسې وائي چې زمكه سختو خطرو سره مخ ده۔ ده ووئيل مونږ مفاداتو ته په انصاف او اخلاقياتو ترجيح وركوؤ۔ د كشمير مسئله او د ملګرو ملتونو اداره همزولې دي ولې بياهم دا مسئله تر دې دمه حل نه شوه چې سبب ئې مفادات دي چې له امله ئې دا مسئله ځنډولې شوې راروانه ده۔ ده ووئيل په هند كښې د زرګونو په شمېر سكھان ووژلې شول٬ دغلته په اقليتونو ظلم او زياتې روان دې۔ يو وخت وو چې په اقليتونو د ظلم له امله نرېندر مودي ته تر 10 كلونو وېزه وركولې نه شوه ولې اوس دې قبلولې شي۔ ده پوښتنه وكړه آيا مودي بدل شوې دې۔ اولس مشر امن ته د پېښو چېلنجونو او خطرو مقابلې كولو په حاجت هم زور راوړو۔ ده كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته هركلې ووې او هيله ئې ولرله چې كنفرنس كښې ګډون كوؤنكي به د نړيوالو سټرېټېجک خطرو او ردعمل حوالې سره ګټورې خبرې وكړي او بشپړه سفارشات به ترتيب كړي۔ كنفرنس ته د پاك فضائيه پخواني مشر كليم سعادت ٬ پاكستان كښې پخواني امريكائي سفير كېمرون منټر ٬ پخواني خارجه وزير انعام الحق جاوېد ٬ پخواني خارجه سېكتر جليل ع

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں