او آئي سي د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره كوټي اقدامات كوي

image

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د جمو كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي يوسف اېم الدوبې د تنظيم لخوا د كشمير په مسئله د پاكستان د ملاتړ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې او آئي سي د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره كوټي اقدامات كوي٬ د كشمير مسئله تل د تنظيم په اېجنډا كښې په سر كښې پاتې شوې كومه چې د ټولو غړو هېوادونو بشپړه ملاتړ لري٬ او آئي سي د كشمير په مسئله ګڼ شمېر قراردادونه هم منظور كړي دي٬ د مقبوضه كشمير صورتحال ډېر نازك او معامله ډېره سنجيده ده٬ د او آئي سي غېر معمومي غونډه رابلل ضروري دي٬ د هندي اقداماتو په نتيجه كښې منطقه سختو خطرو سره مخ ده۔ د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د او آئي سي د عمومي سېكتر خاص استازي د خارجه وزير شاه محمود قريشي سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې فلسطين سره سره د كشمير معامله هم پورته كوو٬ ځكه چې دا دواړه ټول امت لپاره ډېر مهمې دي۔ يوسف د كشمير مسئلې په اړه د سلامتي كونسل او د تنظيم لخوا د منظور شويو قراردادونو د عملي كولو غوښتنه وكړه۔ ده تېر كال د اګست په 5مه نېټه د هند په يو اړخيزه اقداماتو اندېښنه وښودله او وې وئيل چې او آئي سي د پاكستان په خواست د كشمير په مسئله پاكستان سره د يووالي څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د او آئي سي ټولو غړو د كشميړ په مسئله د پاكستان بشپړه ملاتړ كړے۔ ده ووئيل چې پاكستان او آئي سي ته ډېر اهميت وركوي او د او آئي سي په هېډكوراټرز كښې ئې خپل دائمي دفتر هم پرانستې دے۔ د خپلې پاكستان دورې په اړه ده ووئيل چې هغه به د آزاد جمو كشميړ او د اېل او سي سره د نزدې سيمو دوره كوي او په راستنېدو به عمومي سېكتر او او آئي سي ته راپور وړاندې كوي۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د مقبوضه كشمير صورتحال ډېر نازك او معامله ډېره سنجيده ده۔ ده ووئيل چې د او آئي سي غېر معمومي غونډه رابلل ضروري دي٬ د هندي اقداماتو په نتيجه كښې منطقه سختو خطرو سره مخ ده۔ ده ووئيل چې پاكستان

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں