اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي)د قامي صحت وزارت د کرونا وائرس ممكنه خطر لاره نيولو لپاره ګرد هېواد كښې فوكل پرسن ټاكلې دي چې په هنګامي وضعه كښې اولس دوي څخه لاښودونه ترلاسه كولې شي ۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د کرونا وائرس وباﺀ او په خاص توګه هغه وګړي چې په دې وروستيو كښې د بهر هېواد سفر كولو له مخې د ټوخي، زکام، نزله، تبې، په ساه اخستو كښې تكليف او د وجود خوږېدو سره مخ دي ھغوي په دې لمبرو رابطه كولې شي ۔ په دې لمبرو كښې د پمز روغتون اسلام آباد (03345476759)، د بېنظیر بھټو روغتون پېنډی (03005226950)، سروسز روغتون لاهور (03334262959)، نشتر روغتون ملتان (03336119093)، الائیډ ټیچنګ روغتون فېصل آباد (03336728968)، شېخ زېد روغتون رحیم یار خان (03006700882)، فاطمه جناح جنرل اېنډ چیسټ روغتون کوئټه(03009381854)، لیډی ریډنګ روغتون پېښور(03339315665)، باچه خان میډیکل کمپلیکس صوابۍ (03339228854)، سول روغتون هنزه (03555550546)، ډی ایچ کیو روغتون ګلګت (03469691473)، عباس انسټیټیوټ عباس اف میډیکل سائنس (03365551043)، ډی ایچ کیو روغتون میرپور (03427111444) او اېس کے بی زیډ روغتون میرپور (03462236128) شامل دي