اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د موسمياتو څانګې راپور له مخې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد او پېنډۍ په شمول پنجاب ، بلوچستان، د خېبر پختونخوا پورته سيمه او کشمیر كښې تندو هواګانو او د برېښنا پړقا سره د باران امكان دے۔ د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم اوچ پاتې كېږي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال دیر كښې 24 ، مالم جبه 17 ، سیدوشریف 13 ، پاراچنار 12 ، بنوں ، ډی آئی خان 3 ، کاکول 2 ، چترال ، کالام 1 ، کوټ ادو 15 ، جوهرآباد 14 ، جھنګ 8 ، مری 7 ، سرګودھا ، چکوال 6 ، اسلام آباد 5 ، بهاولپور 5 ، بھکر ، لیه 4 ، پېنډۍ 3، فېصل آباد ، ډی جی خان 3 ، نورپوتھل ، ملتان 2 ، منګلا ، جھلم ، بارکھان 5 ، کوټلی 2 او ګړھی دوپټه كښې 1 ميلي ميټر باران ريكارډ كړې شو۔ د هېواد په نورو سيمو كښې موسم اوچ پاتے شو۔ تر ټولو كم درجه حرارت سكردو كښې صفر ډګري ريكارډ كړې شو