اسلام آباد 26 مارچ(اے پي پي)د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي رابطه كمېټۍ(اېن سي سي) د كورونا وائرس نه خپرېدو او د اولس تحفظ باوري كولو لپاره د ټولو صوبو سره د مشاورت نه وروستو په ګرد هېواد كښې تعليمي ادارې به تر 31 مئي بندې وي٬په وړومبي ترجيحي ډاكټرانو او پيرامېډيكل سټاف ته د حفاظتي سامان سمدستي رسنه٬سټېټ بانك او نادرا ته د سندھ حكومت دركار مرستې رسنه٬رېليف پېكج كښې د صوبائي حكومتونو مرستې لپاره مربوط نظام جوړول٬كورونا وائرس په اړه په نېشنل كمانډ سينټر كښې د صوبو او وفاق استازو موجودګۍ باوري كول او د جمعې لمونځ اجتماعات محدود ساتلو پريكړه شوی٬نن به د جمعې په ورځ د قامي رابطه كمېټۍ غونډه كښې د بلوچستان او كے پي كے حكومت لخوا په ټرانسپورټ د بندېز رامخې ته شوې چېلنجونو٬داروګانو٬د خوراك څيزونو پشمول د كاروبار پرانستلو پريكړی جاج اخستلې شي٬دا مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو رنځورانو شمېره 1102 ده٬ په 24 ساعتو كښې د 102 رنځورانو شمېره زياته شوې٬په مجموعي توګه تراوسه د كورونا وائرس له امله 8 مرګونه شوي٬په ګرد پاكستان كښې په آئي سي يوز كښې 19670 بيډز٬په قرنطينه سينټرز كښې د بيډز شمېره 1 لك 62 زره٬بېلا بېل تهري٬فور او فائيوسټټار هوټلونه هم بك كړی شوي٬ګرد پاكستان كښې په آئي سي يوز كښې كار كوونكو ډاكټرانو شمېره 30 زره ده٬قامي رابطه كمېټۍ د وړو كمي نوټس اخستلو سره خبردارې وركړي چې په داسې صورتحال كښې ذخيره اندوزي كوونكي د لوے څښتن٬هېواد او قام مجرمان دې٬په هېواد كښې د وړو قلت نشته٬دا مهال پھ هېواد كښې د غنمو 17 لكه ټنه ذخيره شته او نوې غنم هم راتلونكي دي٬د كورونا وائرس خپرېدل مخ نيوي ښه حكمت عملي ده٬حكومت سره د هر تن رويه٬رهن سهن تګلاره او په پريكړو په ټول قام اثر پريوځي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي رابطه كمېټۍ غونډې نه وروستو د منصوبه بندۍ٬پرمختګ ا و اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر٬د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري٬د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل او د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د وېډيو لنك د لارې مېډيا ته بريفنګ وركړو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل حكومت د كورونا وائرس خپرېدو كمي لپاره بشپړه هڅې كوي٬د وائرس مخ نيوي لپاره د قامي تګلارې له مخې چلېږو٬د هېلت په اړه ټوله عمله د وړومبې دستې كردار ادا كوي٬په هېواد كښې د وړو كوم كمې نشته٬او دا مهال پھ هېواد كښې 17 لكه ټنه وړه موجود دي٬په ځينو سيمو كښې د وړو زيات قيمت اطلاعات راغلي۔ ده ووئېل د ذخيره اندوزو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ده ووئيل د وباﺀ خپرېدو مخ نيوي لپاره هر ډول اقدامات پورته كړی شوي٬د وائرس خپرېدو مخ نيوي يوه قامي فريضه ده۔ده ووئيل هېلت وركرز د قام مجاهدين دي٬هغوي د وړومبي دستے په ټوګه كار كوي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان سبا يا بل سبا د دوو لويو اقداماتو اعلان كونكې دے٬سندھ حكومت د وفاق نه چې كومه مرسته غوښتلې د هغې د وركولو پريكړه يې كړی ۔ده ووئيل نېشنل اينډ كمانډ سنټر كښې د صوبو او وفاق زيرانتظام سيمو نمائندګان هم كېښنولې شي٬صوبو ته خواست شوے چې هغوي د خپل رېليز زيات كړي۔ده ووئيل د رضا كارو او مالي مرستې پھ اړه يو دوه دوه ورځو كښې وزيراعظم اعلان كونكې دې۔ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې اسلامي هېوادونو د جمعې لمونځ او نورو اجتماعاتو پھ اړه پريكړې كړی ۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د كورونا وائرس خپرېدل مخ نيوي قامي ذمه واري ده۔ده ووئيل د كورونا وائرس خپرېدو مخ نيوي لپاره ګامونه پورته كړی شوي او د دې اقداماتو پرله پسې جاج هم اخستلې كېږي۔اسد عمر ووئيل د مارچ په 13مه نېټھ د قامي سلامتيا غونډه شوې وه چې پكښې پريكړی شوې وې