اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ (سی پیك) ترمخه د توان بيلو څخه 5320 میګاواټ برېښنا په سسټم كښې شامله كړې شوي۔ د سی پیك اتھارټی ذريعو له مخې د سی پیك د توان پروژو كښې په مجموعی توګه 12 اربه ډالره سرمایه كاری كيږي چې ورسره به 7240 میګاواټ برېښنا ترلاسه شي، پھ دې كښې په 9 پروژو كښې 8 اربه 17 كروړه ډالره سرمایه كاری شوې كوم څخه چې 5320 میګاواټ بربښنا ترلاسه شوې۔ د سی پیك ترمخه د توان 1920 میګاواټ پاتې پروژې به تر 2023ء بشپره شي