اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي د کورونا وائرس وباء مخنيوي لپاره د چين مرسته او ملاتړ ستائنه كولو سره وئيلي دي د وباء مخنيوي لپاره د چين لخوا مرسته زمونږ د اجتماعي هلو ځلو او د پاك چين سدا بهاره ستراتېژك مرستې يو بل ثبوت دے۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وياندې ووئيل چين د كرونا رنځورانو لپاره جلا روغتون جوړولو لپاره 40 لکه ډالره راكړي او د چين د بېلا بېلو تنظيمونو لخوا نزدې د 30 لکه ډالرو ماليت د مرستې سامان يوه بله الوتكه د زيارت په ورځ پاكستان ته رارسېدلې ده،د مرستې په دې سامان كښې وېنټي لېټرز، ماسك او ټېسټنګ كټس شامل دي۔ وياندې ووئيل پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره قرض كښې د آسانيو په غرض د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه په نړيواله كچه د مثبت غبرګون څرګندونه شوې، د اروپائي خارجه وزيرانو وېډيو كنفرنس، آئي اېم اېف، نړيوال بانك او د جي- 20 هېوادونو مشرانو غونډه كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادنو د مرستې په معامله بحث شوې۔ وياندې ووئيل پاكستان د دې اقداماتو توثيق كوي او دا په سم لور درست اقدام ګرځوي۔ عائشه فاروقي ووئيل پاكستان تراوسه په قطر، دبئۍ، سعودي عرب او تھائي لېنډ كښې ايسار پاكسانيان هېواد ته راوستې ۔ وياندې ووئيل استنبول، کوالا لمپور، تاشقند، باکو، بغداد، لندن او ټورنټو څخه هم د پاكستانيانو هېواد ته د راستونولو لپاره منصوبې ته حتمي شامل وركړې شوې۔ وياندې يو ځل بيا په هندي واكمنو زور رواړې چې ھغٶي مقبوضه کشمير كښې بندېزونه لرې كړي او كشميريانو ته د صحت او نورو ضروري سهولتونو رسنه باوري كړي۔