اسلام آباد ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) د سېفران دوهم وزير شهريار خان آفريدي د اتوار په ورځ د كورونا وائرس دلاسه لاك ډاؤن كښې د ګېر افغان كډوالو كېمپونو كښې د خوراك كمي په اړه ملګرو ملتونو او لوئيديزې نړۍ ته غږ كولو سره وئيلي دي له دوه اونيو روزګار څخه محروم افغان كډوال نړيوالې مرستې ته سترګې په لار دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د افغان كډوالو كېمپ كښې په خپل ذاتي رقم افغان كډوالو له د لګولې شوي اولني سېنېټائزر واک تھرو ګېټ پرانستې په موقعه خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ده ووئيل د لاك ډاؤن صورتحال له امله په كېمپونو كښې د ګېر افغان كډوالو مرستې له ما د خپلو ملګرو په مرسته فنډز جمع كړې دي۔ ده ووئيل زما په خواست وزيراعظم هېواد ته د پېښو ستونزو باوجود افغان كډوالو له د مرستې خاص پېكېج تشكيل كولو هدايت كړې دې۔ ده ووئيل كه پاكستان سره د ستونزو د مرستې پېكېج تيارولې شي نو پرمختګ كړې هېوادونه د دوئي مرسته ولې كولې نه شي۔ ده ووئيل لوئيديزو او پرمختګ كړې هېوادونو له به د دې كډوالو مرسته كول وي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو مهاجر ايجنسۍ ٬ د يو اېن اېچ سي آر پاكستاني نمائنده ته مې استولي خط كښې وئيلي چې هغه دې د كډوالو كېمپونو كښې ګېر افغان وګړو ته خوراك لپاره فنډز په سمدستي توګه ډائېورټ كړي دغسې چې د كومې الميې څخه دوئي وساتلې شي۔ ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه هم افغان كېمپونو ته د راشن لېږلو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل افغان كډوال په جنګي بنيادونو د خوراك سامان ته اړتيا لري ولې چې دوئي له دوه اونيو اوږي دي۔