اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي ګرده نړۍ كښئ په هوائي مېدان هېواد ته راستنېدونكو لپاره وګړو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوٶ۔ خارجه وزير دا خبرې د نهې په ورځ په وزارت كښې د جوړ كرائسز مېنجمنټ سېل دورې په موقع كړې۔ خارجه وزير په دې موقع د اېمرجنسي كرائسز مېنجمنټ سېل د بېلا بېلو څانګو دوره هم وكړه۔ په دې موقع د كرائسز مېنجمنټ سېل ډائرېكټر جنرل سلمان اطهر د سېل كاركردګۍ په اړه خارجه وزير ته بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير په اېمرجنسي كرائسز مېنجمنټ سېل د راغلو ګيلو جاج واخست۔ خارجه وزير ووئيل ګرده نړۍ كښئ په هوائي مېدان هېواد ته راستنېدونكو لپاره لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوٶ۔ ده ووئيل مونږ د قام په حېث د دې وباء مخنيوي كول دي او دا ټول قام لپاره سخت امتحان دے۔ده ووئېل ان شاء اللہ مونږ به په ايماني جذبه د دې وباء مخنيوي وكړې شو۔ خارجه وزير د سېل په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره په سېل كښې وظيفه ترسره كوٶنكو چارواكو او عملې ته شاباشې وركړو