كرونا وائرس له امله 24 ساعتو كښې 208 نوې كیسونه رامخې ته شوي، د كنفرم كیسونو شميره 4072 ته ورسيده ، 467 كسان ښه شوي،كمانډ اینډ آپریشن سینټر راپور

image

اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) كمانډ اینډ آپریشن سینټر د كرونا وائرس په اړه تازه شميرې جاري كړې د۔د شورو په ورځ جاری كړې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال 208 نوې كیسونه راپور شوې ۔ كمانډ اینډ آپریشن سینټر له مخې هيواد كښې دا مهال د كرونا وائرس كنفرم كیسونو شميره 4072 ته رسيدلې ۔ آزاد كشمیر كښې 19، بلوچستان كښې 206 ،ګلګت بلتستان كښې 212 رنځوران بستر دي۔ وفاقی پايه تخت كښې 92، خیبر پښتونخوا كښې 527 كرونا وائرس رنځوران راپور شوي۔ پنجاب كښې 2030، سندھ كښې 986 د كرونا وائرس رنځوران بستر دي۔ كمانډ اینډ آپریشن سینټر له مخې هيواد كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شورو كسانو شميره 58 ته رسيدلې چې پكښې سندھ كښې 18، پنجاب كښې 16، اسلام آباد كښې يو كس مړ شوې ٬ دغسې خیبرپښتونخوا كښې 18، بلوچستان كښې 2، ګلګت بلتستان كښې 3 كسان مړه شوي او د كرونا 25 رنځورانو حالت اندېښمن دے۔ هيواد كښې د كرونا وائرس په رنځ اخته 467 كسان ښه شوې دي

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں