د عبدالرزاق داٶد د ډاكټر ظفر مرزا او د فارماسېوټيكل كمپنۍ مشر عثمان خالد سره په نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سينټر كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال خبرې

image

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي ) تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي حكومت د GILEAD سائنسز د لائسنسنګ د مهم اقدام ستائنه كوي٬ دا اقدام د پاكستان د صحت څانګې سره د معاشي او په سفارتي مېدان مهم پېشرفت دے۔ عبدالرزاق داٶد دا خبرې د جمعې په ورځ د ډاكټر ظفر مرزا او د فارماسېوټيكل كمپنۍ مشر عثمان خالد سره په نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سينټر كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړې۔ ده ووئيل دې اقدام سره به پاكستان كښئ د كرونا رنځورانو او هېلت وركرز له د وباء مخ نيوي لپاره په جديدو بنيادونو سهولت په لاس ورشي۔ ده ووېيل د پاکستان اداره به د لوظنامې له مخې 127 هېوادونو ته دارو وركوي٬ او دا په موجوده صورتحال كښې د پاکستان د فارما صنعت لپاره د برآمدات مهمه موقع وركوي۔ ده ووئيل پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د داروګانو برآمد سره به د هېلت په اړه په نريواله كچه د پاكستان پوزيشن د ښه كولو موقع هم په لاس راشي۔ پاکستان كښې د كرونا نه بچ كېدو لپاره د داروګانو جوړونكې فارماسيوټيكل كمپنۍ مشر عثمان خالد په دې موقع ووئيل هڅه به كوم چې دارو په ارزانه بيعه وركړے شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں