ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف له ځواب كښې د پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وډیو ټویټ كړه

image

اسلام آباد 19 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی هم وئيلي وؤ د این اېف سی ایوارډ نه پس وفاق سره روپۍ نه پاتې كيږي چې خپل خرڅونه پوره كړي، ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف له په ځواب كښې د پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وډیو ټویټ كړې ۔ قامی اسمبلی كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د ټویټ په غبرګون ډاكټر شهباز ګل د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ویډیو ټویټر اپ لوډ كړې كومه كښې چې شاهد خاقان عباسی وئيلي دي ’’این ایف سی ایوارډ نه پس وفاق سره روپۍ نه پاتې كيږي چې خپل خرڅونه پوره كړي، ټولې روپۍ صوبو له وركړې كېږي ۔ كله چې این اېف سی ایوارډ پيل شوے ؤ نو 80 فیصده روپۍ به د مركز سره وې او 20 فیصده به صوبو له وركړے كيدې، اوس 58 فیصده صوبو له وركړے كېږي او چې كومې روپۍ مركز سره پاتې كيږي هغه په قرض بيرته وركولو ( ډیټ سروسنګ) كښې ځي او د ډیفینس يوه برخه پوره كوي ‘‘

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں