د كشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پور قومي اسمبلۍ كښې د مولانا اسعد محمود د نكتو ځواب

image

اسلام آباد ۔ 29 جون (اے پی پی) د كشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پور وئيلي دي مولانا فضل الرحمن له په لوي اكثريت ماتې وركولو سره اسمبلۍ ته راغلے يم۔ جے يو آئي ته دې ياد وي پيپلز پارټۍ مولانا مفتي محمود د دې ځائې نه په راكښلو ويستلے ؤ ۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د مولانا اسعد محمود لخوا د پورته كړو نكتو په ځواب كښې ده ووئيل د مولانا اسعد محمود والد صاحب له ما په لوي اكثرت سره ماتې وركړې ده۔ ده ووئيل وكي ليكس كښې دا خبره رامخې ته شوې چې هغه امريكائي سفير سره د خپل وزيراعظم جوړېدو خبره كړې وه۔ ده ووئيل څومره كشميريانو سره چې زما ملاقات شوے هغوي مولانا فضل الرحمن نه خوښوي۔ ده ووئېل د كوم پيپلز ګوند سره چې تاسو ناست ئې دغې ګوند ستا نيكه په راكښلو د دې ځائې نه ويستلے ؤ۔ ده ووئيل هغه يو كچه كور لرلو ولې په كرپشن كولو ارب پتي جوړ شوے

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں