اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وفاقي کابينې د کوهاله هائيدرو پاور پراجيکت پشمول د دريو منصوبو منظوري وركړې ده ، وزيراعظم د صوبائي فنانس كمېشن فعالولو امر كړے چې ورسره به ګرده صوبه كښې په منظمه طريقه او د سياسي تفريق نه غېر كار كېږي، د كوم پائيلوټس لائسنس چې شكمن وٶ ھغوي اخوا كړے شوي، زمونږ كوم پائيلوټس چې الوتكې پاڅوي د ھغوي سندونه سل فيصده كليئر دي، د جعلي سندونو لرونكو په ضد به د امتياز نه غېر كاروائي كولې شي، مخالفه ډله دا معلومات لري چې كه عمران خان د لارې نه اخوا شو نو دوي څخه به د ماضي د كرپشن څوك پوښتنه ونه كړي، په ماضي كښې پي آئي اے او سټيل ملز كښې بې شمېره سياسي بهرتۍ شوي، پيپلز پارټي د ادارو په مېرټ او سپېځلتيا باور نه لري، مخالفه ډله عمران خان د مافياز په ضد د كاروائي كولو په سوب په نښه كوي۔۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل د غونډې په پېل كښې وزيراعظم عمران خان د کرونا نه په رغېدو شېخ رشيد له مباركي وركړه۔ ده ووئيل د كابينې په غٶنډه كښې د اډيټر جنرل په راپور بحث شوے، پي اے سي كښې په پروسيجرل مسئلو او د قواعدو و ضابطو په بنياد آډټ پيراز جوړېږي،په ماضي كښې به د كهربونو روپو آډټ پيراز جوړېدلې خو زمونږ په حكومت كښې په دې كښې د 70 نه تر 80 فيصده كمے راغلے ، بايد ادارې د قواعدو او ضابطو له مخې كار وكړي۔ ده ووئېل په غونډه كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د جون په 25مه نيټه د كړو پرېكړو منظوري وركړه۔ ده ووئيل كابينې د کوهاله هائيډرو پاور پراجيکټ پشمول د دريو منصوبو منظوري وركړې ، د متبادل توان منصوبو په وده هم خبرې شوي، دغسې د متبادل توان ودې په لاره كښې په رامخې ته خنډانو هم خبرې شوي، د ارزانې برېښنا منصوبو سره به د ګران پلانټس بند شي، د متبادل توان منصوبو ډاډګيرنې سره به هېواد ته غېر ملكي سرمايه كاري راشي او ارزانه برېښنا به ترلاسه شي