اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي حكومت د پخواني فاټا اولس سره كړي لوظونه ترسره كولو لپاره لوظي دے، پخوانۍ فاټا له په خیبرپښتونخوا كښې د ضم كېدو نه پس د 10 كلنې منصوبې ترمخه فنډز وركوو ،ضم شوو سيمو لپاره درې صوبې پخپله درې فيصده شیئر وركولو له چمتو دي ، بايد سندھ هم خپله برخه په دې كښې شامله كړي۔ د ګل په ورځ د سينيټ غونډې په مهال د سېنېټر مشتاق احمد د حكومت د اړخه د فاټا خیبرپښتونخوا كښې د ضم كولو په وخت په كړو لوظونو د عملدرآمد په تحریك بحث راغونډولو كښې ده ووئيل پاكستان ګڼو چیلنجونو سره مخ دے، پخوانۍ فاټا قبائلی ضلعې په آئینی توګه خیبرپښتونخوا كښې ضم شوي خو قبائلی سيمو كښې ستونزې زياتې دي۔ده ووئيل اېف سی آر يو تور قانون ؤ، تيرو 70 كلونو كښې په قبائلی ضلعو كښې يو پوهنتون نه دے جوړ شوے، د پخواني فاټا ښه والې له هر ممكن اقدامات كوو۔ ده ووئيل د پخوانۍ فاټا له په خیبرپښتونخوا كښې د ضم كولو نه پس د 10 كلنې منصوبې ترمخه فنډز وركوو ،ضم شوو سيمو لپاره درې صوبې خپله درې فيصده شیئر وركولو له چمتو دي ، بايد سندھ هم خپله برخه په دغې كښې شامله كړي۔ ده ووئيل د پخواني فاټا اولس سره كړو لوظونو ترسره كولو له لوظي يو ۔دې څخه وړندې سېنېټرز مشتاق احمد، عثمان كاكړ، فدا محمد او اورنګزیب خان اوركزئی بحث كښې برخه اخستې وه ۔دغسې د سينيټ چیئرمین تحریك ترسره كړو