زه د پاكستان نه غېر د بل كوم هېواد شهريت نه لرم۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف

image

اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي زه د پاكستان نه غېر د بل كوم هېواد شهريت نه لرم۔ ده ووئيل زما په ضد بې بنسټه ډنډورې كولې شي۔ زه د پاكستان نه علاوه د بل كوم هېواد شهريت نه لرم۔ ما د پاكستان حكومت سره د خپل شهريت په اړه حلف نامه جمع كړې ده۔ د اتوار په ورځ د  خپلو اثاثو او شهريت په اړه وضاحتي بيان كښی ډاكټر معيد يوسف ووئيل د خپلو موجوده ذمه وارو سنبالولو نه وروستو زه امريكا ته تلې نه يم۔ما ته د امريكا نه كوم آمدن نه راځي۔ بهر هېوادونو كښې زه د اربونو لكھونو روپو كوم جائيداد نه لرم۔ ده وويئل ما سره يا زما كورنۍ سره د پاكستان نه علاوه كوم هېواد كښې كوم جائيداد نشته۔ ده ووئيل زما په اړه بايد غلط فهمي خپره نه كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں