اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف حكومت لخوا احساس پروګرام د غريبۍ ختمولو ، د ټولنې د غريبو او كمزورو طبقو مرستې او هغوي په مالی توګه سوكاله كولو لپاره پيل شوے تر ټولو لوي پروګرام دے۔ په تيرو 72 كلونو كښې داسې پراخه او زيات بجټ لرونكے د اولسي ښيګړې او غريبۍ ختمولو پروګرام د دې نه وړاندې كوم حكومت نه دے جاري كړے۔ وزیر اعظم عمران خان د اول نه د غريبۍ ختمولو او د ټولنې كمزورو طبقو د ژوند معیار ښه كولو ، د تعلیم ودې او د بشري او قدرتي وسائلو په ښه استعمال زور راوړولو او هم دغه نكات د پاكستان تحریك انصاف د منشور برخه دي۔ د كال 2018م په ټولټاكنو كښې كامیابۍ نه پس حكومت سنبالولو سره وزیراعظم عمران خان د غريبۍ ختمولو ، د ټولنې كمزورو طبقو د ژوند معیار ښه كولو ، د تعلیم ودې او بشري او قدرتی وسائلو ښه استعمال لپاره پالیسی جوړولو ته پام لرنه كړې او د دې مهمې ایجنډے ترسره كولو لپاره ئې په 27 مارچ 2019 احساس پروګرام پېل كړے۔ وزیر اعظم عمران خان په خپلو خطابونو او میډیا سره خبرو كښې بيا بيا د چين مثال وركړے چې څنګه چین د غريبۍ سطح څخه لاندې ژوند تېرونكې نزدې 70 كروړه آبادی د غريبۍ څخه خلاصه كرې ده چې ورسره چین ترقۍ پلو روان شوے او د نړۍ تر ټولو لوي معاشی طاقت جوړيږي۔د دغې سوچ ترمخه وزيراعظم د احساس غغوندې پروګرام پيل كړے دغسې چې د غریبانانو او په خاص توګه ميرمنې د غريبۍ څخه خلاصې كړې شي، د غریبانانو زيرك اولاد لپاره د اعلیٰ تعلیم موقعې راپیدا كړې شي، هيواد كښې كاروباری ماحول پیدا كړے شي دغسې چې ځوانان د نوكرو لټون په ځائې كاروبار او انټرپرینیورشپ پلو راغب شي۔ په تير وخت كښې جاري كړې شوي د غريبۍ ختمولو پروګرامونو كښې ټوله پام لرنه نغد روپو وركولو پلو وه او په هغې كښې به هم زياتې روپۍ حقیقی حقدارو ته نه رسيدلې۔ د دې لوئ مثال بینظیر انكم سپورټ پروګرام دې كوم به چې تر ټولو سپيځلې پروګرام ګرځولې كيدو خو اوسني حكومت نادرا ډیټا څخه د هغې جانچ پړتال وكړو نو داغسې 8 لكه كسانو په ګوته شوي كوم چې په هيڅ ډول مستحق نه ؤ او هغې كښې د سركاری افسرانو پشمول ګڼ شمير سركاری ملازمان او د هغوي كورنۍ شامل وې ؤ كوم چې د مستحقینو د فهرست څخه وېستلې شوي۔ د دې تجربې په رڼا كښې احساس ترمخه روپو وركولو كښې سپيځلتيا ته مركزی حیثیت وركړې شوي او نادرا ډیټا څخه بشپړه سكروټنی نه پس هغه وكړو ته دې پروګرام څخه مستفید كيدو اجازه وركړې شوي۔ احساس ترمخه تر اوسه روان پروګرامونو كښې احساس كیش ایمرجنسی كیش، احساس راشن پورټل، احساس سكالرشپ، احساس پناه ګاه او احساس لنګر، احساس كفالت، احساس سود نه غير قرضې او احساس آمدن او اثاثه جات منتقلی پروګرام شامل دي او د هغې ترمخه تر اوسه كھربونو روپۍ وركړې شوي كوم څخه چې په كروړهونو وګړي مستفید كيږي۔ سپيځلتيا سره سره د احساس يوه مهمه خبره د كار تندوالے هم دے ۔ د جدیدې ټیكنالوجۍ كارولو په وجه د احساس ټول پروګرامونه جاري كولو نه تر روپو وركولو پړاؤنه په بيړه بشپړ كړے شوي۔ د دې ښه مثال د كورونا وباء نه پس پيل شوے احساس ایمرجنسی كیش پروګرام دے د كوم جاري كولو، د درخواستونو وصولولو ، د هغې جانچ پړتال او عملی خنډان لري كولو نه پس د روپو وركولو ټول عمل په درېو مياشتو لنډه موده كښې ترسره شوے او تر 17م جولائی 1 كروړ 29 لكه 51 زره كسانو له 156 ارب 70 كروړه روپۍ وركړې شوي او د هغې تفصیل داسې دے سندھ صوبه كښې د 38 لكهه 94 زره څخه زياتو كسانو له 45 ارب 95 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ پنجاب كښې 58 لكهه 31 زره څخه زياتو كسانو له 70 ارب 56 كروړ روپۍ وركړې شوې دي۔ په خیبر پښتونخوا كښې 22 لكهه 8 زره څخه زياتو كسانو له 26 ارب 81 كروړ روپۍ وركړې شوي۔ بلوچستان كښې 6 لكهه 44 زره څخه زياتو كسانو له 7 اربه 83 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ دغسې آزاد جمو او كشمیر كښې 2 لكهه 11 زره څخه زياتو كسانو له 2 اربه 58 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ په ګلګت بلتستان كښې 39 زره څخه زياتو كسانو له 1 ارب 14 كروړه روپۍ وركړې شوي او اسلام آباد كښې 66 زره څخه زياتو كسانو له 80 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ وركړې شوو روپو كښې 1.26 اربه روپۍ د كفالت بقایا جات هم شامل دي۔ د احساس ترمخه مختلف پروګرامونه جاري كولو په وخت د دې خبرې خاص خيال ساتلے شوے چې غريبۍ كښې كمي راوستلو او د ټولنې كمزورو طبقو ښه والي له به ټول آپشنز كارولے۔ يو پلو د كورونا لاك ډاﺅن او كاروبار بنديدو له امله بې روزګاره شوي زيات غریبانان د لوږي تندې څخه ساتلو لپاره 12 زره روپۍ نغد امداد وركړے شوے نو بل پلو د كورونا لاك ډاﺅن په مهال غریبو طبقو لپاره احساس راشن پورټل جاري كړے شوے چې پكښې د احساس كردار د شتمندو ٬ ادارو ٬ كسانو او د مستحقینو ترمينځه د رابطه كار او سهولت كار دے۔ د حكومتِ بنیادی كردار د اهل مستحقینو ډیټا وركول او ډونرز سره د هغوي رابطه جوړول وؤ۔ مستحقین او ډونر تنظیمونه دواړه په پورټل اندراج لپاره مطلوبه معلومات وركوي ۔ مستحقین او ډونرز په www.rashan.pass.gov.pk ځان پخپله رجسټر كولے شي۔ د مستحقینو د معلوماتو توثیق كيږي او د احساس ډیټا په كارولو د اهلیت تعین كیږي۔ ډونر تنظیمونه له پروګرام كښې شراكت دار جوړولو لپاره مخصوص اهلیت د معیار له مخې كتلے كيږي۔ په احساس راشن پورټل تر اوسه 738869 كسانو د راشن مرستې لپاره خپل ځانونه پخپله رجسټر كړي او حاجتمندو ته راشن وركول پيل شوي۔ د احساس سكالرشپ ترمخه لږ آمدن لرونكو طبقو څخه تعلق لرونكو ذهینه زدكوونكو له د اعلیٰ تعلیم موقع وركولو لپاره د كال 50 زره انډر ګریجویټ زدكوونكو لپاره تعلیمی وظائف جاري كړې شوي۔په څلورو كلونو كښې به دغه شميره دوه لكهه ته ورسيږي او په دې كښې 50 فیصده كوټه د جينكو لپاره بيله كړې شوې ۔ انډر ګریجویټ سكالرشپ پروګرام تر اعلی ٰتعلیم رسنې لپاره لوي ګام دے چې ترمخه ئې حكومت د دې خبرې خوښې لري چې كوم هم زدكوونكې د مالی خرڅونو له امله تعلیم څخه محروم پاتې نه شي۔ په دې كښې ټیوشن فیس او وظیفه دواړه شامل دي۔ جينكو لپاره 50 فیصده وظائف بيل كړې شوي او حاجتمندو او د كم پرمختګ كوونكو او د لرو پرتو سيمو زدكوونكو ته پكښې خاص توګه پام لرنه كېږي۔ د زدكوونكو د اهلیتی معیار له مخې به په كوم هم سركاري پوهنتون كښې ورله په میرټ داخله وركولې شي او د زياتو غريبو كورنيو زدكوونكو ته به خاص پام لرنه كولې شي۔زدكوونكې په http://ehsas.hec.gov.pk آن لائن یا بشپړه كوائف سره درخواست فارم خپل پوهنتون كښې د مالی امداد په دفتر كښې جمع كولے شي۔ د هيواد لويو ښارونو كښې ګڼ شمير وګړي د غريبۍ له امله په سړكونو ، فټ پاتھونو، پاركس او خالي ځايونو په اوده كېدو مجبور دي۔ كوم چې د موسمونو شدت سره سره شين اسمان لاندې بې د سر سېوري اوده كېږي ۔ وزیراعظم عمران خان د دغې صورتحال ترمخه لويو ښارونو كښې د پناه ځايونو جوړولو تصور وړاندې كړے او هغې له ئې عملی شكل وركولو سره اسلام آباد، لاهور، كراچۍ، پيښور ، ملتان او نورو لويو ښارونو كښې د پناه ځايونه جوړ كړي چرته چې غریب او بې وسه وګړي په خپل شناختی كارډ ښودلو ويړيا استوګنه ترلاسه كولې شي۔ دغسې دغه پروګرام پراخه كولو نه پس د دغې پناه ځايونو سره په خوا كښې او په نورو ځايونو په خاص توګه روغتونونو كښې لنګر خانې جوړې كړې شوي ۔ تر اوسه د پبلك پرائیویټ شراكت دارۍ ترمخه پنجاب، سندھ، خیبرپښتونخواه او اسلام آباد كښې لنګر خانې پرانستلې شوي۔ وزیر اعظم عمران خان د ”احساس سیلانی لنګر“ سكیم پرانسته اسلام آباد كښې په 7 اكتوبر 2019 كړې ده۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ټول هيواد كښې په وړومبي پړاؤ كښې 112 لنګر خانې پرانستلې شي۔ دغه لنګر خانې به هغه سيمو كښې پرانستلې شي چرته چې خوارې كښ د بیروزګارۍ او لوږي ښكار دي۔ ده ووئيل حكومت كاروبار اود صنعتونو ودې لپاره هر ممكنه مرسته كوي، سخت وخت دے خو مونږ بيا هم هڅه كوو چې وګړي د لوږي او تندې نه بچ كر شوو۔ ميرمنې زمونږ د آبادۍ نيمه برخه ده خو د علم او په نورو ميدانونو كښې د شاته پاتې كيدو په وجه د هغوي په ټولنه كښې كردار د نه ترسره كولو برابر دے۔ د هغه ميرمنو حالات خراب دي كومې چې كونډې يا طلاقې شوې دي او بيا ئې نور ودونه نه دي كړي او د هغوي د كفالت كولو څوك نه وي۔ د ټولنې دې طبقې ښيګړې لپاره احساس كفالت پروګرام په 31جنوری 2020 جاري شوے ؤ۔ د دې پروګرام نه تر اوسه 4576463 مستحقې ميرمنې مستفید شوي۔ د دې پروګرام ترمخه 70 لكهه ميرمنو له كفالت كارډز هم وركړے شوي۔ حكومت غواړي چې 200 اربه روپۍ نيغ په نيغه مستحقینو ته ورسولے شي۔په دې اړه ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي د بی آئی ایس پی شميره 10 كاله پخوانۍ وه ، اوسني حكومت باقاعده سروے او نادرا ډیټا بینك څخه مستحقین په ګوته كړي، د احساس كفالت پروګرام لپاره دوو بېنكونو سره لوظنامه شوي، احساس كفالت پروګرام 100 فیصده بائیو میټرك دے ا و مستحقو ميرمنو له تر بېنكونو رسنې عمل هم آسان كړے شوے دے۔ نیشنل پاوټی ګریجویشن انیشی ایټو“ كوټلے پروګرام په يو وخت 100 څخه زياتو ضلعو كښې معارفي كړے شوے۔ د دې پروګرام ترمخه د سود څخه پاك قرض وركولو ، د پیشه وره او فنی تربیې آسانۍ وركړے كيږي۔ د نیشنل پاوټی ګریجویشن انیشی ایټو اندازه 42 اربه 65 كروړه روپۍ لګولې شوې د كومې مقصد چې زياتې پسمانده طبقې او كورنۍ د غريبۍ څخه خلاصولو سره د پرمختګ پلو روانول دي۔د پروګرام درې برخې دي چې پكښې د اثاثه جات تقسیم، د سود نه غير قرض وركول او د اثاثو مؤثره استعمال لپاره هنرسازی شامل ده۔ د دې پروګرام بنیادی مقصد د محرومو طبقو په زكوة، بیت المال او په بې نظیر انكم سپورټ پروګرام انحصار ختمولو سره هغوي د سوكاله ټولنې په چوكاټ كښې شاملول او خپلواكه كول دي۔ دې پروګرام كښې اسيائي پرمختيائي بنك او د زرعي پرمختګ لپاره نړيوال فنډ مرسته ترلاسه ده ۔دې كښې د 40 شراكتی ادارو مرسته هم ترلاسه ده۔ په دې كښې اخوت او رورل سپورټ پروګرام هم شامل دے۔ پروګرام څخه به 100 ضلعو كښې 16.28 ملیونه وګړي مستفید شي چې پكښې 50 فیصده ميرمنې شاملې دي۔ 25 زره غریبانان د اثاثو وېش پروګرام كښې شامل دي۔دې نه ځانله هغوي له د كامیاب كاروبارلپاره فنی او كاروباری تربیه وركړےكيږي او هر يو كس له به اوسطاً د پنځوس زره مالیت اثاثې وركولې شي۔ دې نه ځانله د سود نه غير قرض به هم ترلاسه كولے شي۔ د اثاثو وېشلو څخه به 1.45 ملیونه كسان مستفید شي، د سود نه غير قرض وركول د دې پروګرام مهمه برخه ده چې ترمخه ئې 20 زره روپو نه تر 75 زره قرض د مياشتې وركولو هدف ټاكلے شوے ۔ څلورو كلونو كښې به په مجموعی توګه 3.8 ملیونه د سود نه غير قرض وركولے شي۔ د پروګرام ترمخه د اثاثو وركولو او د سود نه غير قرض وركولو سره به يادو كسانو له فنی تربیه وركولې شي دغسې چې دغه كسان خپلو كاروبارونو كښې جدت راولي۔ دې مقصد لپاره د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزارت او نیوټیك څخه مرسته ترلاسه كړې شوې ۔د احساس آمدن پروګرام په 21 فروری 2020 جاري شوے ؤ۔ د دې پروګرام ترمخه تر اوسه 25,054 كورنيو له 1.5 اربه روپۍ د كوچني كاروبار اثاثې وركړې شوي۔ احساس پروګرام په اړه اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې د لاهور چیمبر آف كامرس اینډ انډسټری صدر عرفان اقبال شیخ ووئيل ما د پاكستان 72 كاله تاریخ كښې دې څخه زيات سپيځلے او دې څخه زيات ښه پروګرام نه دے ليدلے۔ دې څخه ګڼ شمير وګړو ته ګټه رسېدلې ٬ تر ټولو ښه خبره دا ده چې وګړو له په كور روپۍ وركړے كيږي۔ ده ووئيل د وړومبې پړاؤ په كامیابۍ سره د بشپړيدو نه پس وزیراعظم د دې دويم پړاؤ اعلان كړے، هيله لرو چې دويم پړاؤ به هم دسې په كامیابۍ ترسره شي۔ د لاهور چیمبر پخپله په دې كښې برخه اخلي، مونږ د وزیراعظم فنډ كښې دوه كروړه روپۍ، وزیر اعلیٰ فنډ كښې يو كروړ روپۍ او ګورنر پنجاب فنډ كښې هم عطیات جمع كړي ۔ عرفان اقبال شیخ ووئيل څه رنګ چې د لوي څښتن د مخلوق خدمت وكړے شو د دې څخه وړاندې داسې مثال نه موندلے كېږي ۔ مونږ هيله لرو چې دا پروګرام به نور هم كامیاب شي او مونږ د زړه نه په دې كښې برخه اخلو۔ د اسلام آباد چیمبر آف كامرس اینډ اندسټری ایګزیكټو ممبر بابر چوهدری ووئيل د وزيراعظم عمران خان حكومت جې كوم احساس پروګرام پيل كړے دا يو ښه پروګرام دے، كوم كسان چې هم د غريبۍ د كرخې نه لاندې ژوند كوي هغوي لپاره دا يو ریلیف دے۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وړاندې څخه د كاروباري حالات خراب وؤ بيا ورپسې كورونا راغله او كاروبار بشپړ بند شو او غريبان د ستونزو سره مخ شول ۔ حكومت د احساس پروګرام ترمخه چې كوم كیش وركړے هغه خوشبينه دے، دې څخه غريبانو ته ريليف ترلاسه شوے او هغوي د ژوند خپل بنيادي ضروریات پوره كړي۔ بابر چوهدری ووئيل بايد دا ډول پروګرامونه نور هم پيل كړے شي۔ احساس پروګرام څخه وګړي د خپل ژوند معیار تر څه حده ښه كولے شي۔ بايد مونږ د وزیراعظم مرسته وكړو دغسې چې حكومت دا ډول نور پروګرامونه پيل كړي۔ د اسلام آباد اسټیټ ایجنټس ایسوسی ایشن عمومي سيكتر چوهدری زاهد رفیق ووئيل زه وزیراعظم عمران خان او خاص مرستيالې ثانیه نشتر له مباركي وركوم چې هغوي احساس كیش پروګرام پيل كړے او ټول هيواد كښې غريبانو له په درشل روپۍ وركړے كيږي۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د دې پروګرام په ټوله نړۍ كښې مثال نشته ، په دې پروكړام كښې سپيځلتيا سره سره په ښه ډول د وګړو خذمت شوے ، بايد دا ډول پروكرامونه روان وساتلے شي دا د پاكستان تحریك انصاف ویژن له مخې پروګرام دے. د پنجاب يونورسټۍ انسټی ټیوټ آف ایجوكیشن اینډ ریسرچ پروفیسر ډاكټر عبدالقیوم چوهدری ووئيل كومه هم ټولنه كښې چې احساس نه وي نو په هغه ټولنه كښې نه خو امن راتللے شي او نه پرمختګ كېدے شي۔ د احساس پروګرام ترمخه 50 زره انډر ګریجویټ سټوډنټس له سكالرشپ وركړے شوے۔ دې سره به نه يواځې زدكوونكي خپل تعلیمی خرڅونه پوره كړي بلكه هغه زدكوونكو كښې به دا احساس هم راپيدا شي چې د حكومت دا اقدام به ریټرن كول وي، هيواد له بيرته وركول وي۔ هغوي به دا احساس هم ولري چې زمونږ د خيال ساتلو څوك شته۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې پروفیسر ډاكټر عبدالقیوم چوهدری ووئيل زه دا پروګرام ستائم او هيله لرم چې حكومت به د احساس سكالر شپ غوندې نور پروګرامونه هم پيل كړي، هیلتھ او ایجوكیشن سیكټر كښې د جی ډی پی پورشن به هم زيات كړي دغسې چې دواړه سيكټري او هېواد ترقي وكړي۔ د پنجاب يونيورسټۍ اسسټنټ پروفیسر ډاكټر محمد راشد ووئيل وزیراعظم عمران خان چې څومره هم پروګرامز پيل كړي هغه ټولو كښې د غريبانو خاص خيال ساتلے شوے، هغه كه احساس كفالت پروګرام دے او كه د آرزانو كورونو وركولو پروكړام ۔ احساس سكالر شپ پروګرام ترمخه محنتی او زيركو غریبو زدكونكو ته د خپل تعليم ترسره كولو موقع په لاس ورغلې۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا پروګرام دې روان وساتلے شي او د دې د كار دائره دې پراخه كړے شي او سكالرشپس كښې دې د لرو پرتو سيمو زدكوونكو له زيات اهمیت وركړے شي دغسې چې هغوي د علم شمع خپلو سيمو كښې هم بله كړي او خپله علمي تنده هم ماته كړي۔ پنجاب پوهنتون كښې د ایم فل زدكونكې مدیحه خان ووئيل د وزیراعظم اقدامات وګړو لپاره د آسانۍ سبب ګرځي او په دې كښې تر ټولو ښه پروكړام احساس سكالر شپ پروګرام دے كوم چې حكومت د غريبانانو زدكوونكو لپاره پيل كړے۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل دا سكالر شپ غریب او ذهين زدكوونكو لپار د تعلیم روانه ساتلو موقعې وركوي۔مونږ هيله لرو چې هغه به دا سكالر شپ پروګرام روان وساتي دغسې چې كوم زدكونكې د تعليم ترسره كولو وسائل نه لري هغوي هم خپل تعلیم روان وساتي۔ د لاهور اوسيدونكې يوې ميرمن نسرین بی بی اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د وزیراعظم احساس كفالت پروګرام ښه پروګرام دے او دې سره غريبانانو ته زياته ګټه رسېدلې ۔ كوم كسان چې د كورونا په وجه بیروزګاره شوي وؤ هغوي ته زياتې ستونزې ورمخې ته شوې وې ۔ دې پروګرام څخه په ترلاسه شوو روپو هغوي راشن اغستے ۔ هيله لرو چې د وزیراعظم دا پروګرام به روان وي او چا ته چې روپۍ نه دي ترلاسه هغوي له به هم وركړے شي۔ عمران خان د پاكستان غريبانانو لپاره امید دے۔ د آزاد كشمیر يو وګړي ظفر اے پی پی ته ووئيل زه د باغ ضلعې څخه راغلے يم ما سره اسلام آباد كښې د استوګڼې ځائې نه ؤ ، د عمران خان مننه كوم چې هغه د استوګنې بندوبست كړے او مونږ پكښې په عزت سره اوسيږو، د دې ځائ عمله هم ډېره ښه ده.