د متحده عرب امارات خارجه وزير شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د پاكستان خپل همڅنګ مخدوم شاه محمود قریشی سره ټیلیفوني تماس، د كورونا صورتحال په اړه د خيالاتو څركندونه

image

اسلام آباد 22 جولائی (اے پی پی) د متحده عرب امارات (یو اے ای) خارجه وزير شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د پاكستان خپل همڅنګ مخدوم شاه محمود قریشی سره د شورو په ورځ ټیلیفوني خبرې كړې دي ۔د خبرو اترو په مهال د كورونا په وبائی صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې اماراتي خارجه وزیر شاه محمود قریشی ته ووئيل ستاسو د ناروغتيا خبر په اوريدلو خفه شوے ووم او ستاسو په ښه كيدو ډير خوشحاله يم۔ خارجه وزير د خپلې ناروغۍ په مهال د امارات د خارجه وزير د اړخه د دعاګانو او نيكو هيلو په څرګندونه د هغه مننه وكړه او د متحده عرب امارات د كورونا وائرس قابو كولو لپاره ئې حكومتی هڅې وستائلې۔ خارجه وزير د امارات خپل همڅنګ پاكستان كښې د كورونا وائرس خپريدو مخ نيوي لپاره د شوو اقداماتو څخه هم خبر كړو۔ خارجه وزير د كرونا وبا په مهال د متحده عرب امارات د اړخه بيلو هيوادونو او په خاص توګه پاكستان لپاره په طبی معاونت كولو د امارات د خارجه وزير خاص مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د متحده عرب امارات مریخ ته په ليږلي وړومبي خلائی مشن د امارات خارجه وزير له مباركي وركولو سره دا لويه كاميابي وګرځوله۔ دواړو خارجه وزيرانو د صورت حال ښه كيدو نه پس زر تر زره په ملاقات كولو اتفاق كړے

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں