اسلام آباد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره كمه شوه ۔ تېره ورځ 2500 نه زيات ټېسټونه وكړے شول ٬ د مثبت كېسونو شمېره 9

image

اسلام آباد ۔ 23 جولائی (اے پی پی) وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې د ضلعي انتظاميې او هېلت څانګې غوره ګامونو له امله د كورونا رنځورانو په شمېره كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې۔ اسلام آباد كښې تېره ورځ 2500 څخه زيات ټېسټونه وكړې شول كومو كښې چې د مثبت كېسونو شمېره يوازې 9 وه۔ اے پي پي سره خپلو خبرو كښې د اسلام آباد دوهم كمشنر حمزه شفقات ووئيل انتظاميې سره سره هېلت څانګې په ګډه رسپانس ډله جوړه كړه۔ كومه چې كور په كور ټېسټ او ټرېسنګ لپاره ګرځي۔ ددې فائده دا وشوه چې كومو كورونو كښې مثبت كېسونه رامخې ته شول هغه مو تر 14 ورځو بند كړے شول ۔ د قرنطينه له امله د كورونا خپرېدو مخنيوي وشو۔ ده ووئيل د ضلعي انتظاميې په وخت پورته كړو ګامونو او بېلو سېكټرو كښې د سمارټ لاك ډاؤن كولو او اېس او پيز عملي كولو سره د كورونا كېسونو كښی ورځ په ورځ كمې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل اسلام آباد كښی يو مياشت وړاندې د كورونا رنځورانو شمېره كښېې پرله پسې زياتوالې روان وو ولې اوس دې كښې كمې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل مونږ نزدې 13 د استوګنې نزدې 13 سب سېكټرې او د كمرشل اېرياز يو شمېر مركزونه بند كړي كوم چې ټېسټونو او ټرېسنګ نه وروستو په مزه مزه بېرته پرانستلے شؤي

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں