قام د اپوزیشن ایجنډا مسترد كړه، عمران خان ته د اولس بشپړ تائید ترلاسه دے

image

اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپاره د سينيټ قائمه كمیټۍ چیئرمین سېنېټر فیصل جاوید وئيلي دي قام د اپوزیشن ایجنډا مسترد كړې ، د عمران خان د صلاحیتونو نړۍ اعتراف كوي، عمران خان ته د اولس بشپړ تائید ترلاسه دے۔ د زيارت په ورځ سينيټ په غونډه كښې د خيالاتو څركندونې سره سنېټر فیصل جاوید ووئيل نن مهمه قانون سازی شوې په دې پاكستان د مباركۍ مستحق دے، جے یو آئی (ف) يو ځل بيا د آختر نه پس په سړكونو د احتجاج اعلان كړے ، وزیراعظم وئيلي دي د حلقو پرانستلو لباره چمتو يو خو دغې ته هم هغوي نه دې تيار، قام د هغوي ایجنډا مسترد كړې، اولس هغوي مسترد كړي۔ده ووئېل عمران خان د هرې حلقې نه اولس په لوي اكثریت سره ټاكلے ۔ده ووئيل عمران خان به نه يواځې 5 كاله پوره كوي بلكه د دې څخه به زيات اكثریت به راروانو 5 كلونو له هم حكومت جوړوي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں