د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي غېر قانوني مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو غندنه وكړه

image

اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي غېر قانوني مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده او د بشري حقونو په چېمپئنز او نړيواله ورورولۍ ئې زور راوړے چې هغوي دې د هندي ځواكونو د لاسه مقبوضه وادۍ كښې روان استحصال ختم كړي۔ د شورؤ په ورځ يو نجي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د هند د لارې كشميري اولس سره د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لوظ شوے ؤ ولې كشميرے اولس تر دې دمه خپل حق څخه محرومه دے۔ ده ووئيل پاكستان يوه نوې سياسي نقشه جوړه كړې ده په كومه كښی چې ټولې نړۍ ته ښكاره شوې چې مونږ كوم ځائ ولاړ يؤ۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان بيانيه نړيوالې ورورولۍ منلې ده۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو او نړيوالو تنظيمونو آرټیکل 370 منسوخ كولو سره د هند غېر قانوني ګام جدي نوټس نه دے اخستے ۔ حال دا دے چې دا د نړيوالو قانونونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل نړيوال لارښود او د بشري حقونو تنظيمونه كشمير ته پام لرنه نه كوي كوم چې يو مجرمانه كردار دے۔ ده د هندي ځواكونو د ظلم په ضد په مړانه د هڅو په روانو ساتلو كشميري اولس ته سلام وكړو۔ ده ووئيل د كشمير تر آزادۍ به د پاكستان موجوده حكومت د كشميري اولس جمهوري او بشري حقونه ترلاسه كولو له ملاتړ روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں