خارجه وزير شاہ محمود قریشی د چمن چاؤدنې غندنه وكړه، په چاؤنه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړډ څركندونه

image

اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی د ګل په ورځ چمن كښې د شوې چاؤدنې غندنه كړې او د چاؤدنې په نتيجه كښې په شوي قیمتی ځاني زيان ئې د افسوس څركندونه كړې ده ۔ خارجه وزیر خپل يو بيان كښې ووئيل دښمن يو ځل بيا د بلوچستان امن ته د زيان رسولو ناوړه هڅه كړې۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت تر ختمولو به په قلار نه كيښنو۔ خارجه وزير ووئيل په چاؤدنه كښې د ځپلے شوو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو ۔ ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره دعا اوكړه او د غمجنو كورنيو سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں