وزيراعظم عمران خان ته د اېم اېل ون (مېن لائن ون) منصوبې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ته د ګل په ورځ اېم اېل ون (مېن لائن ون) منصوبې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شوے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اېم اېل ون (مېن لائن ون) منصوبې په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ، د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن او د وزيراعطم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيال ليفټېنټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په اېم اېل ون منصوبه او د منصوبې په ټاكلي ټائم لائنز د شوي پېشرفت او د منصوبې په ګټه تفصيلي بريفنګ وركړے شو

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں