اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند په پلوامه بريد كښې هندي تورونه په سختۍ سره رد كولو سره ووئيل چېهند د پلوامه بريد شواهدو وركولو په ځائ د پاكستان په ضد بې بنسټه پروپېكنډا پېل كړې، د كشمير كشالې هواري نه غېر په سوئيلي آسياء كښې كوټلې امن نه شي قائمېدې، بايد نړيواله ورورولي د كشميريانو په ضد جرائمو لپاره هند ذمه واره ګرځولو لپاره خپل ټول وسائل وكاروي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو لړۍ روانه ساتلو سره څلور نور بې ګناه كشميريان شهيدان كړي۔ وياند ووئيل پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو ملاتړ روان ساتي ۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د مقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو سره هم دا مسئله حل كېدې شي٬ د كشمير كشالې هواري نه غېر په سوئيلي آسياء كښې كوټلې امن نه شي قائمېدې٬ پاكستان د كشمير كشالې حل د يو اېن قراردادونو له مخې غواړي۔ د كلبھوشن ياديو كېس پحقله د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ووئيل د كلبھوشن ياديو په اړه پاكستان د انصاف نړيوال عدالت په پرېكړه د بشپړه عملدرامد عزم لري۔ وياند ووئيل د انصاف نړيوال عدالت پرېكړه كښې واضح كړې شوې چه چې د هندي جاسوس ياديو په سزا ريويو او بيا غور به د پاكستاني قوانينو له مخئ كېږي۔ وياند ووئيل هند ته ووئيل شول چې ھغوي په دې لړ كښې د پاكستان عدالتونو سره مرسته وكړي۔ د افغان امن عمل پحقله وياند ووئيل افغان روغې جوړې عمل اوس په مهم پړاٶ كښې داخل شوې دې٬ مونږ دا خواهش لرو چې انټرا افغان مذاكرات دې زره تر زره پېل شي ۔ دهے ووئيل پاكستان د افغان حكومت او اولس په مشرۍ كښې د امن په عمل باور لري او پاكستان به په افغان امن عمل كښې د سهولت كار كردار جاري ساتي۔ د هند په جودھ پور ښار كښې د پاكستان د هندو كورنۍ د 9 كسانو د پراسرار هلاكت پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل چې پاكستان په دې لړ كښې نوے ډيلي څخه قونصلر رسنې٬ د پوسټمارټم په مهال د مشن د ډاكټر موجودګي او د تحقيقاتو په اړه د تازه ترين معلوماتو د تبادلې مطالبه كړې ده