اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو پھ اړه د پي ټي آئي حكومت د سوئېلي پنجاب اولس سره خپل كړے لوظ كړے پوره كړے٬د بېل كلن پرمختيائي پروګرام په نتيجه كښې به په سيمه كښې د رغونې او پرمختګ نوے دور پېل شي٬د اختياراتو د منتقلۍ پړاؤ به مخ په وړاندې بوتللے شي٬د حلقو په ژوند كښې بهتري راوستل د پي ټي آئي د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې ده دا خبرې د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو او د دغې كار په اړه غونډې ته وكړی۔په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم موجود ؤ ۔په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬د پنجاب چيف سېكرټري او د سوئېلي پنجاب اېډېشنل چيف سېكرټري او د سوئېلي پنجاب اېډېشنل آئي جي د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔پھ غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان تحريك انصاف حكومت لخوا د سوئېلي پنجاب اولس د هيلو پھ اړه پھ عملي اقداماتو د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په جوړولو د انتظاميې اختياراتو په منتقلۍ٬د اولس د محرومۍ احساس ختمولو او د دوي ستونزې د دوي په درشل په حل كولو خبرو كولو كښې ووئيل د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په اړه د پي ټي آئي حكومت اولس سره كړے لوظ پوره كړے۔ده ووئيل د اوسني حكومت د اقداماتو كه يو خوا اولس ډاډګيرنه كړی نو ورسره د خپل شناخت په اړه د سوئېلي پنجاب اولس كښې اميد هم راپېدا شوے۔خارجه وزير په راتلونكي كال كښې د سوئېلي پنجاب لپاره د بېل پرمختيائي پروګرام او د پنجاب پبلك سروس كمېشن له مخې په ملازمتونو او نورو نوكرو كښې د سوئېلي پنجاب اولس لپاره د كوټې تجويز وړاندې كړو۔د پنجاب وزيراعلٰی د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په اړه تراوسه په شوي پرمختګ بريفنګ وركولو سره وزيراعظم ته ووئيل د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړ كړے شوے او په دې لړ كښې د پنجاب ګورنمنټ په رولز آف بزنس كښې ترميم شوے او تراوسه 16 سېكرټري صاحبان په سوئېلي پنجاب كښې په ځاې كړی شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د روغتيا٬تعليم٬پوليس٬منصوبه بندۍ او پرمختګ٬ځايې حكومتونو٬فنانس او د كركيلې محكمې سوئېلي پنجاب ته منتقل كړے شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د كال 2020م د اكتوبر په پنځلسمه نېټھ به د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ كار پیل كړي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د نوي سېكرټرېټ په اړه موثر نظام تشكيل كړے شوے۔اېډېشنل آئي جي انعام غني په ملتان او بهاولپور كښې د پوليس دفترو جوړولو او د پوليس اختياراتو منتقلۍ په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو په اړه د پنجاب وزيراعلٰی او د پنجاب حكومت هڅې وستائېلې۔وزيراعظم ووئيل د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو پھ اړه د پي ټي آئي حكومت د سوئېلي پنجاب اولس سره چې كوم لوظ كړے ؤ هغه يې پوره كړے٬د بېل كلن پرمختيائي پروګرام په نتيجه كښې به په سيمه كښې د رغونې او پرمختګ نوے دور پېل شي٬د اختياراتو د منتقلۍ پړاؤ به مخكښې بوتللې شي۔ده د سوئېلي پنجاب انتظاميې ته هدايت وكړو چې بايد د خلقو په ژوند كښې مثبت آغېز په نظر راشي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ او د اختياراتو منتقلۍ په اړه دې هغه خبر وساتلے شي