د ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د فرټېلائزر صنعت او د آل پاکستان ټېکسټائل ملزاېسوسي اېشن نمائندګانو د ګاز انفراسټركچر ډوېلپمنټ سېس نمائندګانو سره خبرې او غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 11 ستمبر(اے پي پي) خزانې او محصولاتو لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې د ګاز انفراسټركچر ډويلپمنټ سېس (جي آئي ډي سي) معامله به د سپريم كورټ د پرېكړې له مخې حل كولې شي٬ خو حكومت به د كرونا وېرس وباء نه پس صورتحال كښې د صنعتونو معاونت كوي٬ ده د جي آئي ډي سي معاملو په ښه ډول د حل كولو په لړ كښې دوه درې د عمل وړ آپشن وركولو لپاره د دوه جلا جلا ذيلي ګروپ جوړولو هم امر وكړو۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د فرټېلائزر صنعت او د آل پاکستان ټېکسټائل ملزاېسوسي اېشن نمائندګانو د ګاز انفراسټركچر ډوېلپمنټ سېس په حقله د دوه جلا جلا غونډو مشري كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر او د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر هم موجود وو او د خزانې وزارت٬ پټروليم ډويژن او د اېف بي آر نمائندګانو هم په غونډه كښې معاونت وكړو۔ د فرټيلائزرز مېنوفېکچرنګ اېسوسي اېشن آف پاکستان د مشاورتي کونسل چيئرمېن لېفټيننټ جنرال (ر) طارق خان او د آل پاکستان ټيکسټائل ملز اېسوسي اېشن چئيرمېن ډاکټرامان الله قام ماچھيارا د ګاز انفراسټرکچر ډوېلپمنټ سېس (جي آئي ډي سي) ادائيګۍ لپاره په موده كښې د پراختيا درخواست وكړو دغسې چې د دواړو صنعتونو لېکوېډيټي (کېش) صورتحال ښه شي۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاحكار په معامله د ګډون كوٶنكو په حقائقو آډانه رائے او موقف واورېدو اوپه دې خبره ئې زور رواړو چې په دې لړ كښې دې د عدالت عظمٰې په پرېكړه عمل درامد وكړے شي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر او د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر د دواړو غونډو ګډون كوٶنكو ته بريفنګ وركړو۔ د تفصيلي خبرو اترو نه پس ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل چې دا معامله به د سپريم كورټ د پرېكړې له مخې حل كولے شي او حكومت به د كورونا وېرس وباء نه پس صورتحال كښې د صنعتونو معاونت كوي۔ په دې موقع د خزانې وزارت٬ پټروليم ډويژن او د اېف بي آر نمائندګانو هم غونډه كښې معاونت وكړو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں