اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي پلاننګ کمېشن وزارتونو / اېګزېکټو ایجنسیو له پي اېس ډي پي فنډز جاري كولو سره لا آسانۍ راپېدا كړي۔ د وزارت په وخت فنډنګ سره به په منصوبو تندۍ سره عملدرآمد او د اولس استفاده باوري كړې شي۔ د پرمختيائي منصوبو په وخت او په معياري ډول په ترسره كېدو به كومه سودا ونه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پخپله مشرۍ كښې د پي اېس ډي پي ترسېوري لاندې د تعليم او پېشه ورې تربيې وزارت په روانو منصوبو د پېشرفت جاج اخستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د زده كړو او پېشه ورې تربيې وزير شفقت محمود ٬ د معاشي چارو وزير خسرو بختيار ٬ د زده كړو پارلماني سېكتر وجیه اکرم ، د پلاننګ كمېشن ډپټي چیئرمین ، د منصوبه بندۍ سېكرټري ، د زده كړو سېكرټري د منصوبه بندۍ وزارت عهدېدارو ګډون كولو۔ غونډه كښې د پي اېس ډي پي مالي مرستې سره د روانو منصوبو په چارو او خنډانو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل پلاننګ کمېشن وزارتونو / اېګزېکټو ایجنسیو له پي اېس ډي پي فنډز جاري كولو سره لا آسانۍ راپېدا كړي۔ د وزارت په وخت فنډنګ سره به په منصوبو تندۍ سره عملدرآمد او د اولس استفاده باوري كړې شي۔۔