اولس د مخالفې ډلې ګوندونو يو ځائې كېدل رد كړل۔ ډاکټر شهباز ګل

image

اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئیلي دي چې اولس خپلو ګټو لپاره د مخالفې ډلې ګوندونو خپلو كښې يو ځائې كېدل مسترد كړې دي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل چې جمهوري تحريك (پي ډي اېم) كښې ګډون كوؤنكو په جمهوري توګه د ټاكلي شوي حكومت مايوسه كولو لپاره يوه غونډه وكړه ولې پاتې راغلل۔ هغه ووئيل دوئي خپلې پاور شو لپاره يو څو زره كسانو نه زيات جمع نه كړې شول۔ هغه ووئيل د مخالفې ډلې ګوندونه د اولسي غونډو د لارې د احتساب عمل نه بچ كېدې نه شي۔ هغه په ډاګه كړه چې وزيراعظم عمران خان قومي پېسه لوټ كوؤنكو بدعنوانو ته به ر يليف يا اېن آر او نه وركوي۔ هغه ووئيل تاريخي حقيقت دا دے چې ذوالفقار علی بھټو او نواز شریف دواړه د خپل دور آمريت د لارې په سياسي توګه رامخې ته شوې وو۔ هغه ووئيل كله چې مخالفه ډله په اقتدار كښې وه نو هغې ووټ ته عزت ورنكړو بلكې پېسه جمع كولو ته ئې ترجيح وركړه۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں